1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۱۱ هيوادونو د اعدام سزا د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ دی ۱, جمعه
https://p.dw.com/p/177SB

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په یوه غونډه کښي۱۱۱هيوادو د اعدام د سزا د له منځه وړلو خبره کړې ده. د دې دمخه هیڅ وخت دونه ډیرو هيوادو د اعدام د جزا د له منځه تلو غوښتنه نه وه کړې. په نیویارک کښي د بشر د حقوقو دغه مشوره ورکوونکي سند، چي څوک ورباندي مکلف نه دي، د هغو هيوادو له پاره یو قوي زیګنال دی، چي پکښې د اعدام جزا وجود لري او بندیان اوس هم پکښي اعدامیږي. د دغه سند پر ضد۴۱هيوادو مخالفي رايي ورکړې، د هغې جملې څخه د امريکا متحده ايالاتو، چین او جاپان. ۳۴ هيوادو بیا ورته مستنکفي رايی ورکړې. د بشر د حقوقو د فعالینو د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۳ کال کښي په ۲۱ هيوادو کښي د اعدام جزا تطبیق سوې ده. یوازي په چین کښي د کاله په زرونو بندیان اعدامیږي.