1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۲۰ تنه کډوال له ډوبېدو څخه ژغورل سوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبه

د اندونیزیا پولیسو او د کډوالو چارو چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې ۱۲۰تنه غیر قانوني کډوال چي د آسترالیا پر لور روان ول له ډوبېدو څخه ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/14ZvN
انځور: dapd

چارواکي وايي چي دغه کډوال اوس له هغي کښتۍ څخه نه را وزي چي دوی ئې ژغورلي دي.

دغو چارواکو زیاته کړې ده چې دوی په دې هڅه کې دي چي دغه ۱۲۰ تنو ته قناعت ورکړي چې له کښتۍ څخه راووزي.

د نفتو دغه کښتۍ چې له استرالیا څخه د سنگاپور پر لور روانه وه دغه غیر قانوني کډوال ئې د غرقېدو ترمخه ژغورلي دي. د اندونیزیا د بانتن ایالت د پولیسو مشر ویلي دي چې دغه کسان ښایي افغانان او ایرانيان وي. ژغورل شوي ټول کسان نارینه دي.

کډوال وایي چې نه غواړي په جاوا ټاپو کي ښکته شي، بلکي غواړي چې آسترالیا ته ولاړ شي.

د اندونیزیا د کډوالو د ادارې ویاند میریوتو سومادي ویلي دي:«دغه سړي نه غواړي چې له کښتۍ څخه راووزي. هغوی۱۲۰ تنه دي او زه فکر کوم چې افغانان او ایرانیان به وي. خو په دې اړه پوره ډاډمن نه یم، ځکه چې موږ په دې نه یو توانیدلي چې د هغوی د هویت پیژندلو پروسه بشپړه کړو.»

د هغه په وینا له کښتۍ څخه د دغه غیر قانوني کډوالو د راوتلو په صورت کې د کډوالو د ادارې چارواکو په یوه نزدې هوټل کي د هغوی د اوسېدلو له پاره کوټې برابري کړي دي.

له ډیري مودې راهیسي اندونیزیا د غیر قانوني کډوالو په یوه تم ځای باندي اوښتې ده. دغه هيواد ته تلونکي کډوال هڅه کوي چې آسترالیا ته په غیر قانوني توگه سفر وکړي.

د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم یوه کښتۍ چې پکښي۲۵۰ کډوال سپاره ول او غوښتل ئې آسترالیا ته سفر وکړي د کریسمس جزیرې ته څیرمه د کښتۍ د غرقېدو له امله مړه سول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل