1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۴ميليونه افغانان پوره خوړو ته لاسرسی نه لري

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

د اقتصاد وزارت په افغانستان کي غربت ډیریدو ته په کتو سره وايي چي نیمايي افغانان کافي غذا ته لاسرسی نه لري. د ملگرو ملتو د بشري مرستو د هماهنگۍ ادارې هم اعلان کړی، چي ۴۳۷ زره کسان د جنگو په سبب بې ځایه سوي دي.

https://p.dw.com/p/3WZTK
Afghanistan Winter | Schnee in Kabul | Armut
انځور: DW/G. Adeli

د بې امنیو او جنگونو د دوام ترڅنگ غربت او بیکاري خلگ سخت نفس تنگه کړي دي. همدا اوس په ملیونونو افغانان د فقر په سرحد کي ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت په افغانستان کي د فقر او بدبختۍ ډیریدو ته په اندیښنې سره وايي چي تر نیمايي زیات افغانان په فقر او غربت کي ژوند کوي. د دغه وزارت مسؤلینو غربت په دوه ډوله باندي ارزیابي کړی دی: پولي او څو بُعدي غربت.

د دغه وزارت څیړني ښيي چي څه ډول د خلگو ورځنی مصرف د «پولي غربت» اساس تشکیلوي، د کوم پراساس چي تر ۴۵ فیصده اضافه افغانان د ورځي تر۷۰ افغانۍ (تر یوه یورو لا کم) پوري مصرف لري. څو بُعدي غربت بیا لومړنیو ضروریاتو، صحت او تعلیم ته د خلگو لاسرسی په بر کي نیسي.

په همدې حال کي ملگري ملتونه د افغانستان سره د عاجلو کومکونو د ډیریدو غوښتونکی سوی. د اقتصاد وزارت ویاند، یونس سالک په دې هکله دویچه ویله ته په خپلو خبرو کي وویل، چي«متأسفانه ۵۲ فیصده افغانان له څو بُعدي غربت سره مخامخ دي.» په ميلیونو انسانان په دغه هیواد کي کافي غذأ ته لاسرسی نه لري او د شپې او ورځي ډوډۍ په مشکل سره پیداکوي.

سالک اضافه کوي،«۱۴ميلیونه افغانان درې وخته ډوډۍ نه سي پیدا کولای او د همدې درې وخته ډوډۍ پیداکولو په خاطر سخته مبارزه کوي.»

د غربت ډیریدلو دلایل

د جنگونو دوام، پرله پسې وچکالۍ او د نفوسو بې حده اضافه کیدل د افغانانو د فقر او غربت د ډیریدو اصلي دلایل دي. پروسږکال هم په دغه حالت کي هیڅ ښه والی نه دی رامنځته سوی. سالک بیا وايي، «تر هغه وخته پوري چي د افغانستان اقتصاد د عنعنوي حالت څخه را ونه وزي او د پانگي اچوني په ډیریدو سره اقتصاد تولیدي شکل ونه نیسي، د افغانستان خلگ به ددغه وضعیت سره مخامخ وي.»

د داخلي بې ځایه سوو کسانو ډیریدل

د ملگرو ملتونو د بشري کومکونو د هماهنگۍ ادارې یا اوچا ویلي دي چي په ټوله افغانستان کي یوازي په ۲۰۱۹م کال کي تر ۴۳۷ زره کسان د جنگونو او وچکالیو په سبب بې ځایه سوي دي. په خبره یې غربت او جنگ خپلو کورونو ته د هغوی د بیرته ورتگ مانع گرزي. خو د بې ځایه سوو کسانو حالت تر هغه هم ډیر خراب دی، لکه څنگه چي د ځینو بنسټونو له خوا تشریح سوی دی. 

Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

نقیب الله یو د هغو بې ځایه سوو کسانو له جملې څخه دی چي د بې امنۍ په سبب د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پریښولو ته مجبوره سوی دی. هغه دویچه ویله ته وویل چي د فامیل د څلورو غړو سره یوځای یې د فاریاب مرکز ته پناه راوړې ده. دی وايي:«مهاجر یم او په خپله منطقه کي د بې امنۍ په سبب ژوند نه سم کولای.» هغه چي د درو کلونو راهیسي هرڅه پرې ایښي دي او فرار یې کړی دی، وايي چي یوازي درې کاله دمخه ورسره د خوړو کومک سوی دی او بس.

دغي ادارې سربیره پر دې ویلي دي، چي پروسږکال ۴۶۴۳۰۰ تنه د همسایه هیوادونو څخه بیرته افغانستان ته راغلي دي، چي ۴۴۰ زره یې د ایران او ۲۵۳۰۰ یې د پاکستان څخه وه. سربیره پردې د ترکیې څخه د افغانانو اخراج هم ډیر سوی دی او تیر ۲۰۱۹م کال ۲۲۷۲۳ افغانان د ترکیې څخه افغانستان ته اخراج سوي دي.

دغه اداره اټکل کوي چي د همدې ۲۰۲۰م کال تر پایه پوري به تر یوه ميلیون پوري افغانان بشري کومکونو ته محتاجه وي.