1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۵ اروپايي هيوادونه ۴۰ زرو افغانانو ته ځای ورکوي

۱۴۰۰ آذر ۱۹, جمعه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په زرونو انسانان ځان په خطر کې احساسوي. اروپايي ټولنه په پام کې لري چې ۴۰ زرو هغو افغانانو ته چې محافظت ته اړتيا لري، ځای ورکړي. له دې کسانو تر نيمايي ډېر یې آلمان مني.

https://p.dw.com/p/4453y
Bildgalerie 50 Jahre Römische Verträge I Fahnenmasten mit den Flaggen der EU-Staaten wehen vor dem Gebäude des Europaparlaments in Strasbourg
انځور: Thomas Ruffer/imageBROKER/picture alliance

د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو کميسارې ايلوه جانسن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۹نېټه) په بروکسل کې د اروپايي تولنې د کورنيو چارو د وزيرانو تر يوې غونډې وروسته دا څرګندونې وکړې.

د جانسن له خوا د اروپايي ټولنې د هغو هېوادونو د کورنيو چارو وزيرانو ته په يوه ليک کې چې د افغانانو منلولو ته یې چمتووالی ښوولی، ويلي چې يوازې آلمان چمتو دی چې له افغانستان څخه ۲۵ زره کسان ومني.

د نوموړې کميسارې په حواله په تېرو څو مياشتو کې د اروپايي ټولنې هېوادونو کابو ۲۸ زره انسانان له افغانستان ته را ایستلي دي او دا تازه ذکر شوي ۴۰ زره به پر دغو کسانو اضافه وي. د جانسن د ليک په حواله په دقيق ډول ۳۸ زرو او ۱۴۶ کسانو ته د منل کېدو وړانديزونه سوي دي.

د اروپايي ټولنې له خوا په دې ليک کې چې د آلمان خبري آژانس ته رسېدلې دی، راغلي چې د ۲۰۲۱ او د ۲۰۲۲ م کال له پاره په ټولیزه توګه هغو ۶۰ زرو کسانو چې د منلو کيدو ژمنه ورسره شوې ده، په اروپايي ټولنه کې د هغوی د ځای پر ځای کولو په اړه هم خبرې کیږي. جانسن زياته کړې چې دوی ډول نه بلکې دوه په درېمه برخه یې افغانان دي او د دې انسانانو د ځای پر ځای کولو له پاره به اروپايي ټولنه هم مالي مرسته وکړي.

اروپايي ټولنې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته پريکړه وکړه چې په لومړي سر کې له افغانستان څخه د خلکو د منلو له پاره به کومه څرګنده ژمنه ونه کړي څو غير قانوني کډوالۍ ته د تشويق مخه ونيوله شي.

هغه وخت زياته شوې وه چې په دې ترتيب به اړ کسان د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې مناسب محافظت ترلاسه کړي.

خو واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د هېواد وضعيت په دراماتيکه توګه خراب شوی دی. دغه هېواد له سختې وچکالۍ سره لاس او ګريوان دی. پر دې سربیره لا دمخه بدحاله اقتصاد پر مخ ځوړ روان دی. د ملګرو ملتونو په حواله تر نيمايي دېر نفوس په کافي اندازه خواړه نه لري.

د بخښنې د نړيوال سازمان په حواله د زور زیاتي ښځينه قربانيانې هيڅ مرسته نه ترلاسه کوي او يو شمير کسان د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې ویره لري او هڅه کوي له هېواده وتښتي.


ب. ص/ ا.ا (dpa)