1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۶۲ مهاجر له ليبيا څخه په الوتکو کې ايتاليا ته وليږدول شول

۱۳۹۶ دی ۳, یکشنبه

د لمړي ځل له پاره له ليبيا څخه ۱۶۲ تنه مهاجر په دوو پوځي الوتکو کې ايتاليا ته وليږدول شول. د ايتاليا لمړي وزير د « يوې تاريخي ورځې» څخه خبره کړې او ملګرو ملتونو د دغه اقدام ستاينه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2ptM6
Italien - Ankunft libyscher Flüchtlinge in Rom
انځور: Reuters/A. Bianchi

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ اعلان کړی دی چې ۱۶۲ تنه مهاجر په دوو پوځي الوتکو کې له ليبيا څخه په مستقيم ډول د ايتاليا پلازمينې روم ته وليږدول شول. ویل شوي دي چې دغه مهاجر د ايتوپيا، ايريتريا، سوماليا او یمن هیوادونو څخه دي. د دغو مهاجرو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شته چې د مياشتو مياشتو له پاره په ليبيا کېد يو ډیر بد وضعيت سره مخ ول.

د مديترانې سمندرګي د څنډې هيوادونو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي وينسنت کوشتل د ايتاليا له دغه اقدام څخه هرکلي کړی دی. هغه وويل، ډیری مهاجر چې ايتاليا ته ليږدول شوي دي، د انساني قاچاقبرانو په بند کې ول چې په يو غيرانساني شرايطو کې ساتل کيدل.

په عين وخت کې د ايتاليا لمړي وزير مارکو مينيتي د يوې تاريخي ورځې څخه يادونه کړې ده. هغه وويل: «د لمړي ځل له پاره له ليبيا څخه تر اروپا پورې يو انساني دهليز جوړ شوی دی او دا يوازې د کار پيل دی.»

د افريقايي مهاجرو په شمير کې کموالی

ليبيا د هغو افريقايي مهاجرو له پاره په يو ترانزيتي هيواد بدل شوی دی کوم چې د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته ځي. ډيری دغه مهاجر د مديترانې سمندرګي له اوبو څخه په زړو کشتيو کې تيريږي او بیا ځانونه ايتاليا ته رسوي. پر دغې خطرناکه لاره هر کال ډير شمير مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ليبيا کې د مهاجرو وضعيت وروسته له هغې ډیر خراب شو کله چې د ايتاليا دولت د ليبيا ساحلي ګارډ سره يوه توافق ته ورسيد. دې سره د هغو افريقايي مهاجرو په شمير کې چې اروپا ته ځي کموالی رامنځ ته شو. دغه مهاجر اوسمهال د ليبيا په خاوره کې تريخ برخليک لري.

د بشر حقونو فعالانو او نړیوالو سازمانونو په وار وار د دغو مهاجرو د وضعيت په اړه ټکان ورکونکي رپوټونه ورکړي دي. دوی نيوکه کوي چې د ليبيا په کمپونو کې په سلونو مهاجر بنديان دي چې شکنجه او بد چلند ورسره کيږي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې په حواله سږکال له ۳۱۰۰ تنو څخه ډیر مهاجر په مديترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي. دغه راز سږکال ۱۱۸ زره مهاجر ایتاليا ته داخل شوي هم دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم(03.12.2017):