1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۱۵ د ژورنالستانو له پاره يو خونړی کال ؤ

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۸, سه‌شنبه

په ۲۰۱۵ کال نه يوازي دا چي ۱۱۰ ژورنالستان د تاوتريخوالي په ترڅ کي ووژل سول، بلکه ګڼ شمېر تر شکنجې او تهديدونو لاندي راغلل. خو ګواښ تر بحراني سيمو نه ؤ محدود.

https://p.dw.com/p/1HUvY
انځور: Reuters/Wojazer

د بې پولي ژورنالستانو د سازمان په وينا په ۲۰۱۵ کال په ټوله نړۍ کي ژورنالستان د خپلې دندې پر اساس د تاوتريخوالي سره مخامخ سول. دغه تاوتريخوالی او ګواښ د نړۍ تر بحراني سيمو پوري محدود نه ؤ بلکه د فرانسې په څېر اروپايي هيواد کي هم ژورنالستان د تاوتريخوالي قربانيان سول. په دغو قربانيانو کي د شارلي ابدو مجلې د نورو ژورنالستانو تر څنګ بېرنارد فېرلهاک هم شامل ؤ(انځور: د فېرلهاک د جنازې مراسم).

د بې پولي ژورنالستانو د سازمان په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۵ کال ۱۱۰ ژورنالستان وژل سوي دي. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۱۴ کال ۱۰۹ ژورنالستان وژل سوي ول. ياد سازمان په خپل راپور کي ويلي دي چي د يادو ۱۱۰ وژنو څخه لږ تر لږه ۶۷ داسي دي چي په ښکاره توګه د ژورناليزم د وظيفې پر اساس رامنځ ته سوي دي. زياته سوې چي ۴۳ داسي قضيې دي چي د تاوتريخوالي په ترڅ کي ژورنالستان وژل سوي خو د وژل کېدو اصلي لاملونه يې لا په دقيقه توګه نه دي څرګند. په راپور کي ويل سوي چي د يادو مسلکي ژورنالستانو تر څنګ ۲۷ ملکي ژورنالستان او د ژورنالستانو ۷ همکاران هم په دغه کال وژل سوي دي.

عراق او سوريه، خطرناک هيوادونه

د بې پولې ژورنالستانو په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۵ کال هم د ژورنالستانو له پاره تر ټولو خطرناک هيوادونه سوريه او عراق ول. ويل سوي چي په يادو هيوادونو کي لږ تر لږه ۱۸ ژورنالستان وژل سوي دي. د دغه سازمان په وينا د بېلګي په توګه د حلب په سيمه کي په پنځم کال پرله پسې توګه ژورنالستان له ټولو اړخونو له خوا د ګواښ سره مخامخ دي.


زياته سوې چي د عراق په موصول ښار کي د داعش جنګياليو په دوامداره توګه ژورنالستان تعقيب کړي، هغوی يرغمل نيولي، شړلي او يا قتل کړي دي. دا د دې له پاره چي داعش د غېر جانبدارانه راپور ورکونې مخ نيول غواړي. په راپور کي راغلي چي اوس هم حد اقل ۱۸ ژورنالستان د داعش سره زندانيان دي. زياته سوې چي د سوريې النصره محاذ هم ۴ ژورنالستان د يرغملو په توګه د ځان سره ساتلي دي.

په يمن کي په ۲۰۱۵ کال لږ تر لږه ۶ ژورنالستان د خپلي وظيفې په جريان کي ووژل سول. د دې تر څنګ ۹ نور ژورنالستان د حوثي مليشو سره يرغمل دي. د راپور له مخي په نړۍ کي د يرغمل نيول سوو ژورنالستانو ۷۹ سلنه په خپلو هيوادونو کي يرغمل نيول سوي او ۵ سلنه په نورو هيوادونو کي. دا چي په يرغمل نيول سوو ژورنالستانو کي د کورني ژورنالستانو سلنه زياته ده، وجه يې په راپور کي دا ښودل سوې ده چي اوس د خراب امنيت له کبله ډېر کم بهرني ژورنالستان و بحراني سيمو ته سفر کوي.

له بحراني سيمو څخه دباندي هم ګواښ سته دی

په پاريس کي د شارلي ابدو مجلې پر دفتر د توندلارو اسلامپالو د بريد او ۸ ژورنالستانو د وژل کېدو وروسته روښانه سوه، چي ژورنالستان د بحراني سيمو څخه دباندي هم د ګواښ سره مخامخ دي. د دغه خونړي بريد وروسته فرانسه د ژورنالستانو له پاره په يو خطرناک هیواد بدله سوه.

د بې پولو ژورنالستانو د راپور له مخي د فرانسې پېښه په نړۍ کي د روان وضعيت څرګندويه وه. په دغه راپور کي راغلي: «حتی هغه ژورنالستان چي د جګړې څخه ليري هيوادونو کي پر لانجمنو او حساسو موضوعاتو راپور ورکوي يا پر واکمنو تنقيد کوي، هغوی د ګواښ سره مخامخ کېدلای سي.»

د سازمان د راپور په اساس هند چي يو ډيموکراټیک هيواد دی، پکښي زيات ژورنالستان د ګواښ سره مخامخ دي. په زياته بيا هغه ژورنالستان چي د چاپيريال ساتني په تړاو پر موضوعاتو کار کوي.

عاملين نه مجازات کيږي

د بې پولې ژورنالستانو په کلني راپور کي د ژورنالستانو پر ضد د تاوتريخوالي د مسؤلينو پر ضد د اقداماتو نه تره سره کېدل او د هغوی له پاره د خپلو تيريو د سزا نه ليدل غندلي دي. د دغه سازمان د راپور له مخي زياتره وخت دولتونه سياسي لېوالتيا نه لري چي د دغه ډول تيريو اړيني پلټني وکړي او عاملين مسؤل ونيسي.

د راپور له مخي اوس في الحاله په نړۍ کي ۱۵۳ ژورنالستان زنداني دي چي زياتره يې په چين، مصر، ايران، ايريتريا او ترکيه کي بنديان دي. د دغو څخه ۱۱ سلنه په ترکيه کي بنديان دي.

د بې پولو ژورنالستانو سازمان غوښتنه کړې چي په ملګرو ملتونو کي بايد د ژورنالستانو د ساتني له پاره ځانګړی استازی وټاکل سي چي د تېريو په صورت کي د دولتونو سره تماس ونيسي.