1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۱۵ کال ته لنډه کتنه؛ په افغانستان کې څه تیر شول

خلیل الرحمان امید۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

نړیوالو ۲۰۱۴ کال د افغانستان له‌ پاره خطرناکه باله خو ۲۰۱۵ کال تر هغه هم خطرناکه تمام شو. په دې کال کې وسلوالې نښتې امنو ولایتونو ته وغځېدې، بېکاري ډېره شوه، لسګونه زره افغانان کډوال شول او د سولې برخلیک نامالوم شو.

https://p.dw.com/p/1HUcd
Afghanistan Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/J. Karger

په ۲۰۱۵ کال کې افغان حکومت له پاکستان او وسلوالو طالبانو سره په اسلام اباد کې مخامخ خبرې وکړې چې ګنې هیلې یې راپیدا کړې، خو دا چې یاده پروسه بېرته له ستونزو سره مخ شوه نو د راتلونکې له پاره هېلې هم تر خاورو لاندې شوې.

د ملاعمر مړینه

دا چې افغان حکومت د وسلوالو طالبانو سره په مخامخ خبرو کې تر ډېره هیله مندي وښوده نو د پاکستاني رسنیو له خوا د ملا عمر د مړينې خبر راپورته شو چې دوه کاله وړاندې په ۲۰۱۳ کې وژل شوی وو.

د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور
د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصورانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants/Handout

د ملا عمر د مړينې خبر لامل شو چې د سولې خبرې اترې پر ځای پاته شي او د وسلوالو طالبانو له ‌پاره پر نوې رهبریت کار وشي. د طالبانو له پاره د نوي مشر ملا اختر محمد منصور، له ټاکلو سره جګړو هم په افغانستان کې زور واخست.

منصور وښوله چې د ملا عمر په نشتون کې هم جګړه او رهبریت پر مخ وړی شي. له دې سره کابل پر اسلام آباد باندې خپل مستقیم تورونه ډیر کړل او ویې ویل چې د پاکستان په حکومت یو شمیر کړۍ د طالبانو ملاتړ کوي.

کله چې د سولې خبرې په ټپه ودرېدې نو پر کابل سربېره د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړو زور واخست. د کابل په شاه شهید سیمه کې د یوې لویې بمي چاودنې له کبله ګڼو ښاریانو ته مالي او ځايي زیانونه واوښتل، له دې سره سم حکومت په ولایتونو کې هم د جګړې له پاره چمتوالی ونیو.

د کندز سقوط

په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور واخست د کندز، فاریاب، هلمند، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو پر ولسوالیو باندې وسلوال بریدونه پیل شول چې دوې میاشتې وروسته د سپټمبر پر ۲۸ نېټه وسله والو طالبانو پر کندز ښار برید وکړ او له حکومت څخه یې ونیو.

دا په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړۍ ځل وو چې وسلوالو طالبانو د یوه ولایت مرکز په بشپړه توګه د درو ورځو له پاره ونیو. د کندوز له نیولو سره پر راتلونکې د خلکو باور هم کم شو او ډېر شمېر کسانو له افغانستان څخه وتلو ته مخه کړه. رپوټونه ښيي چې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۵۰زره افغانان له هېواده وتلي دي.

طالبان د کندز په ښار کې
طالبان د کندز په ښار کېانځور: picture-alliance/AP Photo

په داسې حال کې چې کندوز د طالبانو له خوا نیول شوی وو، ولسمشر په ارګ کې د یوه کنفرانس پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې حکومت او پوځي ځواکونه د هیواد د ساتنې توان لري او د خنډونو پر وړاندې مبارزه کوي. هغه وویل:«غواړم ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړم چې کندز زموږ په کنټرول کې دی، نو له دې کبله موږ باید په ډار کې ژوند ونه کړو ځکه له وېرو ډک ژوند رامنځته کول د دوښمن اصلي هدف دی.»

کندز که څه هم د دریو ورځو له پاره په بشپړه توګه د وسلوالو طالبانو لاس ته ولوېد خو جګړې یې د پنځه لس ورځو له پاره دوام وکړ. وسلوالو طالبانو له دې ښار څخه لوی شمېر سپکې او درنې وسلې او له یو شمېر بانکونو څخه ډېرې پیسې یوړې. هغوی اوس هم په کندز ولایت کې خوندي پټنځایونه لري او اټکل کیږي چې په پسرلي او اوړي کې به بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د داعش راڅرګندېدل

حکومت د ۲۰۱۵ کال په لمړیو کې په افغانستان کې د داعش شتون نه مانه خو وروسته له هغه چې د وسلوالو طالبانو او داعش تر منځ درنې نښتې رامنځته شوې نو حکومت هم د هغوی شتون تاييد کړ.

داعش ته وفادار جنګیالي
داعش ته وفادار جنګیاليانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي، په اپریل میاشت کې د یوه کنفرانس پر مهال وویل چې حکومت د داعش ترورستي ډلې د ځپلو له پاره ځانګړی چمتوالی نیولی دی.

هغه وویل:«د داعش ډلې کړنې د افغانستان د ملي حاکمیت او خپلواکۍ پر ضد دي، دا ډله موږ ردوو. داعش یوه وحشت اچوونکې او ترورستي ډله ده چې د مسلمانانو پر وړاندې یې لوی جنایتونه کړي دي.»

دې دلې د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ظلمونه وکړل. هغوی په ختیځ کې څو کسان د طالبانو په نامه په بمونو والوزول او په ننګرهار کې یې تازه پیدا شوی ماشوم په کې منځ کې دوې ټوټې کړ.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار دا ډله د نوې لوبې پیل وباله او زیاته یې کړه چې د طالبانو له منځه تلو سره به سم داعش ډله جګړه کوي. هغه وویل:«د سیمې او نړۍ د استخباراتو له خوا نوې ډرامه پیل شوې چې نوم یې داعش دی. موږ باید د دې ډلې مخه ونیسو په هر ډول چې وي.»

د جګړې شدت

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې د ایساف ځواکونه له افغانستان څخه ووتل نو په ۲۰۱۵ کال کې وسلوالو طالبانو هم ډله ییزو جګړو ته زور ورکړ او جګړه یې د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته وغځوله.

د بهرنیو ځواکونو په نشتون کې افغان ځواکونه د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د وسلوالو مخالفو ډلو پر وړاندې وجنګېدل او لا هم د یو شمېر نورو ولایتونو په ګډون د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې په جګړه بوخت دي.

په دې کال کې یو شمېر کسانو چې غوښتل یې د قومونو تر منځ نفاق رامنځته کړي ۳۱ مسافر وتښتول چې له ډلې څخه یې له اوو تنو سرونه پرې کړل.

خو له بلې خوا د ملي اردو له خوا هم تېروتنې رامنځته شوې او په نومبر میاشت کې یې د وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې نهه کسان د راکټ په وسیله ووژل.

د حکومت ناتواني آن په پلازمینه کابل کې

پلازمینه کابل په ۲۰۱۵ کال کې نه یوازې د خونړیو ځانمرګو بریدونو، بلکه د ولسمشرۍ د ماڼې په څو کیلو مترې کې په اصطلاح د یوې «صحرايی محاکمې» شاهد هم وو. د شاه دوشمشیره په زیات کې فرخنده په دې تور چې گواکې د قرآن پاڼو ته یې اور اچولې د یو شمیر قهرجنو خلکو د حملو هدف وگرځیده.

د فرخندې له پاره د عدالت غوښتنې مظاهرې
د فرخندې له پاره د عدالت غوښتنې مظاهرېانځور: DW/Hussain Zahedi

په داسی حال کې چې د حکومت امنیتی کسانو د پیښې په صحنه کې حضور لاره، هغوی ونه شوای کړای چې د دې کسانو د زورزیاتیو مخه ونیسي. دغو کسانو لومړی فرخنده له وهلو سره ووژله او بیا یې د هغې جسد ته اور ورته کړ. د فرخندی پیښی نړیوال غبرگونونه او پر افغان حکومت سختې نیوکې راوپارولې.

طبعیي پېښې

په ۲۰۱۵ کال کې نه یوازې جګړو له افغانانو قرباني واخسته بلکي طبعي پېښې هم د ګڼ شمېر کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې. څو ځله په افغانستان کې زلزله وشوه او په پنجشېر ولایت کې د فیبروري میاشتې پر ۲۵مه نېټه د واورې ښویدنې له کبله ۲۵۰ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۵ کال وروستۍ میاشتې

سره له دې چې په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ شو خو یو شمېر لاسته راوړنې یې هم لرلې. په دې کال کې د تاپي د پروژې د عملي کار تړون لاسلیک شو. د افغانستان د پارلمان له پاره نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه او افغانستان د نړیوال تجارت د سازمان غړیتوب تر لاسه کړ.

د تاپي پروژې د کار پیلیدو مراسم
د تاپي پروژې د کار پیلیدو مراسمانځور: ARG

د دې کال په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا هم حکومت د سولې د خبرو اترو له پاره چتوالی نیولی چې د ۲۰۱۶ کال له پیلیدو سره به د افغان حکومت، پاکستان او وسلوالو طالبانو تر منځ د چین او امریکا په شتون کې خبرې اترې وشي.