1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۱۸ کال د اروپا د کلتوري ميراث کال اعلان شو

۱۳۹۶ دی ۲۴, یکشنبه

په ۲۰۱۸ م کال کې د اروپا کلتوري ميراث لمانځل کيږي. يو اصلي هدف دا دی چې ځوانان د اروپا کلتوري عنعنات او دودونه ښه وپېژني. په آلمان کي د دغه کال د بېلابېلو فعاليتونو سرپرستي د آلمان جمهور رئيس، شتاينماير هم کوي.

https://p.dw.com/p/2qopG
Deutschland Stadtzentrum in Potsdam
انځور: picture-alliance/dpa/B. Settnik

د اروپايي اتحاديې کميسيون غواړي چې اروپايانو ته خپل کلتوري ميراث په سمه توګه ورپېژني. له دې کبله يې له ۲۸ غړو هېوادونو سره يو ځای، ۲۰۱۸ کال د کلتوري ميراث د کال په توګه غوره کړی دی. شعار يې «د ميراث شريکول» ټاکل شوی چې په ترڅ کې به يې د اروپايي اتحاديې په بېلابېلو هېوادونو کې نندارتونونه، لارښوونيز پروګرامونه او مقالې وړاندې شي.

په دسمبر مياشت کې د يورو بارومېتر له خوا يوه ټولپوښتنه وشوه چې له مخې يې له لسو څخه اته اروپايان په دې نظر دي چې دغه کلتوري ميراث نه يوازې په شخصي توګه ورته اهميت لري، بلکې د ټولې جامعې، د هغوی د سيمې، هېواد او د ټولې اروپايي اتحاديې له پاره هم ډېر ارزښت لري. د پوښتل شويو کسانو لوی اکثريت په دغه کلتوري ميراث وياړي. 

«ځوان وارثين»

د کلتوري ميراث د کال اصلي تمرکز پر «ځوانو وارثينو» باندې کيږي. هدف يې دا دی چې ځوان انسانان په اروپا کې دې ته وهڅول شي چې «زموږ تاريخ وپلټي او پوه شي چې موږ ښځينه او نارينه اروپايانو تر اوسه کومې لاس ته راوړنې لرو». دغه خبره مونيکا ګرويترس کوي چې د رسنيو او کلتور په برخه کې د آلمان د حکومت استازې ده. هدف دا دی چې په تېره ماشومان او ځوانان دې له دغه کلتوري ميراث سره لېوالتيا پيدا کړي.

د آلمان د حکومت تر حمايې لاندې یوه پروژه د «اروپايي ميراث د رضاکارانو» پروګرام دی چې په ترڅ کې يې څېړل کيږي چې ځوانان څنګه د خپل کلتوري ميراث په برخه کې کومې هلې ځلې پورته کولای شي. دغسې پروژې به بيا په هېواد دننه او خارج کې تطبيقې هم شي.

په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې ريښې

آلمان د کلتوري ميراث د کال په جريان کې په تېره بيا د ودانيو او لرغونپېژندنې پر موضوع باندې تمرکز کوي. په آيالتي کچه د نوردراين وېستفالن آيالت، له دوهم جهاني جنګ وروسته پر جوړو شوو ودانيو باندې کار کوي. په برلين کې د پروس د کلتوري شتمنۍ بنسټ د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې يو نندارتون جوړوي چې عنوان يې «متحرک وختونه ـ په آلمان کې لرغون پوهنه» ټاکل شوی دی. د آلمان حکومت د کلتوري چارو د استازې له بودجې څخه ټول ټال ۳۸ پروژې د ۷،۲ ميليونو يورو په ارزښت تمويليږي. د اروپا په کچه نور اته ميليونه يورو هم ورته برابريږي. مېرمن ګرويترس وايي چې «اوسنۍ تمويل شوې پروژې کلتوري ميراث ته د رسېدو نوي ليدلوري ښيي، خلک دې ته هڅوي چې نوي شيان وويني، ځان ورسره بوخت وساتي او په ځان ډاډه شي.»

د اروپا د کلتوري ميراث د کال يو رسمي سفير دانيل برويل هم دی. دغه فلمي لوبغاړی هسپانوي او آلمانی الاصله دی او ځان له داسې يوه «اروپايي بوټي» سره تشبيه کوي چې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې ريښې لري چې د اروپايي کلتوري ميراث لاندې روزل شوی دی. په آلمان کې د دې پروژې سرپرستي د آلمان د ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير پر غاړه ده. پر موزيمونو، د يادګار پر ځايونو، کتابتونونو او د تياتر د نندارې پر ځايونو باندې غږ شوی دی چې د کلتوري ميراث په کال کې دې په خپلو پروژو سره هم برخه واخلي. هغه بايد داسې فعاليتونه وي چې دغه کلتوري ميراث د يوه ګډ اروپايي تاريخ نخښه تشريح کوي.