1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۲ مياشتو کي د ټول ملک امنيت ته اوږه ورکوو»

اسماعيل شکر/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چي د دغه هيواد امنيتي ځواک د دې جوګه شوی دی چې د خپل هېواد امنیتي چارې په بشپړه توګه پر خپله غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/18QAO
Afghan special forces stand in formation during their graduation ceremony at a military training center on outskirts of Kabul, Afghanistan, Thursday, April 5, 2012. The process of taking over security from around 100,000 NATO-led ISAF forces by Afghan troops should be completed by the end of 2014, when Afghanistan army will take over the full leadership of its own security duties from U.S. and NATO forces. (Foto:Musadeq Sadeq/AP/dapd).
Afghanistan Spezial Einheiten der afghanischen Armeeانځور: dapd

د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د مۍ ۱) په کابل کې په یوه خبري غونډه کي وویل، چي افغان امنيتي ځواک ورځ تر بلي له هري خوا پیاوړتیا مومي.

د هغه په خبره، اوس ۹۰ سلنه پوځي ځمکني عملیات په خپلواکه توګه د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره کیږي: «ملي اردو چمتو دی چې په راتلونکو ۲ میاشتو کې د ټولو عملیاتو مشري پر خپله غاړه واخلي، کله چې د عملیاتو د مشرۍ خبره کوو په دې معنی چې د پلان تطبیق به په بشپړه توګه د افغان ملي اردو پر غاړه وي.»

دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي چې ويل کيږي افغان ځواکونه لا هم پیاوړی هوايي ځواک نه لري، او په دې برخه کې د بهرنیانو مرستي ته اړ دي.

د پوځي چارو کارپوهان وايي افغان ځواکونه اوس هم له مسلکي اړخه په پرمختللو وسلو سمبال نه دي او بل دا چې هغوی لا نورو مسلکي زده کړو ته اړتیا لري.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيميانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د پوځ یوه پخواني جنرال عتیق الله امرخیل په دې اړه له دويچه ویله سره په خبرو کي وویل اوس چې بهرني ځواکونه هم په افغانستان کې شته امنیتي وضعیت خراب دی دا چي دوی نه وي نو څه حال به وي.

د امرخیل په وینا افغان ځواکونه په بشپړه توګه د امنیتي مسئولیتونو پر غاړه اخېستلو ته اړ شوي دي، ځکه د ده په خبره، امریکا نور په افغانستان کې د جنگ له ډاگه ځان باسي:

«زه فکر کوم چې دا کار به د مجبورۍ له مخي ترسره کیږي، ځکه امریکایانو اوس ویلي دي چې نوره د جنګ طرفداره نه ده او طالبان د هغوی دښمنان نه دي، نو په دې دليل که و غواړي او که نه امنیتي مسئولیت به افغانانو ته سپاري خو اصلي خبره داده چې افغانان به له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شي.»

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکې وايي، چي د افغان امنيتي ځواک روزني او سمبالښت ته يې ډېره پاملرنه کړې ده او په راتلونکو دوو کلونو کې یې د ملي اردو د روزنې له پاره پراخ پلانونه ترلاسه لاندې نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند تر ۲۰۱۴ کال وروسته په هېواد کې د امنیتي ګډوډیو په اړه ټولي اندېښنې بې ځایه بولي، خو ترڅنګ یې د امنیتي ګواښونو شتون هم نه ردوي.

دغه راز د ملي دفا وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمي خبر ورکړ، چې د ملي اردو پخواني افسران به هم د ملي اردو لیکو ته د هغوی د عمرونو په تناسب جذب شي:

«بریدمن او تورن چې عمر يې تر۴۰ کلنو پوري وي موږ يې جذبوو، جګړن تر ۴۳ کلنۍ جذبیږي، ډګرمن تر ۴۵ کلنۍ او همدارنګه ډګروالان به تر۴۷ کلنۍ پورې جذب شي»

ظاهرعظیمي په دې خبري غونډه کې په تیره یوه میاشت کې د ملي اردو سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چي د روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کي د ملي اردو۱۰۷ تنه عسکر وژل شوي دي.