1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۳۴ افریقایې مهاجر په مدیترانه کې ژغورل شوي

۱۳۹۶ خرداد ۹, سه‌شنبه

د ژغورنې د بیړنيو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنه افریقایې مهاجر په مدیترانه سمندرگې کې له ډوبیدو څخه ژغورل شوي دي. د مهاجرو لیږدونکې کښتۍ د ژغورونکې عملې د سترګو په وړاندې اور اخیستی.

https://p.dw.com/p/2doXZ
Mittelmeer - Flüchtlinge – Boot
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د فرانټکس Frontex یا د اروپا د بهرنیو سرحدونو د ساتنۍ آژانس د دوشبنې په ورځ د ژغورنۍ د هغو عملیاتو ویډو خپره کړه چې د یکشنبې په ورځ د مدیتراني په سویل لویدیځ کوچني ساحل البوران کې رامنځته شوې وه.

دغه سمندري ساحه د هسپانیې او مراکش هیوادونو تر منځ واقع ده. د پرتګال د هوایې ځواکونو په حواله ویل کیږي چې په دغه ربړي کښتۍ کې چې سپاره کسان یې ژغورل شوي دي د اورلګیدنې علت نه دی څرګند.

دغه ځواکونه د فرانټکس له پاره ماموریت ترسره کوي. په ویډیو کې لیدل کیږي چې د دغې پيښې د رامنځته کیدو پر مهال ډیری مهاجرو ژغورونکي واسکټونه اغوستي ول.

کله چې دغه ربړي کښتۍ اور اخلي نو په کښتۍ کې سپاره کسان ځانونه سمندر ته غورځوي. بالاخره دغه کسان د alvamento Maritimo په نوم د ایټالیې د سمندري ژغورنې سازمان له خوا کښتۍ ته پورته کیږي او په دې توګه په سمندر کې له ډوبیدو څخه ژغورل کیږي.

په دغه ژغورونکي ماموریت کې په ټوله کې څلورو کښتیو برخه اخیستې وه. ژغورل شوي مهاجر د هسپانیې هیواد د سویلي ښار موترل بندر ته لیږدول شوي دي.