1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په اسلو کې پر یوه جومات برید ناکامه شوی

۱۳۹۸ مرداد ۲۰, یکشنبه

هغه وسله وال کس چې د ناروې هیواد د پلازمېنې اسلو په یوه څنډه کې یي پر جومات برید وکړ، ونیول شو. پولیسو د دې کس په کور کې د یوې ځوانې ښځې مړی موندلی دی چې ګمان کیږي د هغه په وسیله به وژل شوې وي.

https://p.dw.com/p/3Nj5g
Norwegen Oslo Schießerei in Moschee
انځور: picture-alliance/NTB Scanpix/T. Pedersen

د شنبې په ماښام(د اګست میاشتې ۱۰) د اسلو په څنډه کې د النور جومات د دروازې ښیښې تر ماتولو وروسته جومات ته ننوت او د یوه تن لمونځ کونکي له خوا بی وسلې کړای شو، چې وروسته بیا د پولیسو له خوا ونيول شو.

سیمه ایزو رسنیو دغه کس ۲۰ کلن نارویژني معرفي کړی دی. په دې پيښه کې بریدګر او یو له حاضرو کسانو په سحطي توګه ټپیان شوي دي. د ناروې پولیسو تر اوسه پورې د برید کونکي کس د برید د انګیزې په اړه رسمي رپوټ نه دی خپور کړی، خو دا یې تائیده کړې چې پر جومات د برید پر مهال یي زرې واسکټ پر تن کړی وو او د چاقو ترڅنګ یي درې وسلې له ځان سره درلودلې.

ویل کیږي کله چې شکمن برید کونکی جومات ته ور ننوت، هلته تر دریو کسانو ډير موجود نه ول. دوو تنو ځانونه وژغورل او دریم تن چې یو ۷۰ کلن کس وو له بریدګر سره لاس او ګریوان او هغه یي ځمکې ته را وغورځاوه. ظاهره په دې نښته کې څو ډزې شوي دي، خو مرمۍ پر چا نه دي لګیدلي.  

د بريدګر په کور کي يو جسد موندل شوی

د آلمان خبري آژانس د يکشنبې (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۱مه) په سهار په خپل يو راپور کي ليکلي چي د بريدګر د نيول کېدو وروسته پوليسو د هغه په کور کي د تلاښۍ پر وخت د يوې ځوانې مېرمني جسد موندلی چي د شواهدو له مخي قتل کړل شوې ده.

پوليسو تر اوسه د دغه بريدګر د اصلي اهدافو او د بريد د انګېزو په تړاو معلومات نه دي ورکړي، خو دمګړی داسي فکر کوي چي دغه يو ترهګر بريد وو.

د دغه راپور له مخي په اوسلو کي د پوليسو ويان ويلي دي چي د نيول شوي کس د انټرنټي او په خواله رسنيو کي د فعاليتونو په تړاو هم تحقيقات روان دي.

د نوي زيلاند د بريدونو ستاينه

د «TV2» تلويزيون بېله دې چي مشخصه منبع ياده کړي راپور ورکړی دی چي بريد کوونکي کس پر مسجد د وسله وال بريد څخه ترمخه يو انټرنټي پيغام خپور کړی و په کوم کښي چي د نوي زيلاند پر دوو مساجدو د بريد صفت شوی وو. د مارچ په مياشت د نوي زيلاند په دغو وسله والو بريدونو کي ۵۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ژورل شوي ول.

د ناروې لومړۍ وزيري ارنا سلبرګ په اسلو کي پر مسجد بريد سخت غندلی او د مساجدو، کليساؤ او نورو عبادتځايونو پر امنيت زياتولو يې ټينګار کړی دی. آغلې سلبرګ د بريدګر د تمايل يا د بريد پر وجوهاتو خبري نه دي کړي.

د اسلو پوليسو د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د مساجدو او نورو اسلامي مراکزو امنيت يې ټينګ کړی دی. په اوسلو کي پر نور مسجد نومي د مسلمانانو پر مرکز په داسي حال کي بريد وشو، چي هغوی د يکشنبې په ورځ د لوی اختر مراسم لري.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ا.ا