1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۷۶ تنه روهنگيايي مهاجر چې ۹ ورځې په سمندر کې ول، وژغورل شول

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱, شنبه

د تايلند سمندري ځواکونو ۷۶ تنه روهنګيايي مهاجر چې ۹ ورځې په سمندر کې ول، ژغورلي دي. په ژغورل شويو کسانو کې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، غوښتل يې له لرګيو څخه په جوړه يوه کشتۍ کې ځانونه ماليزيا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/2wRFT
Symbolbild Menschenhandel in der EU
ژغورل شوي روهنګيايانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د آرشيف انځورانځور: picture alliance/dpa/Str

اسوشتيد پريس خبري آژانس د فاروق محمد په نوم له يو ژغورل شوي روهنګيايي له قوله ليکي چې وروسته له هغې چې دوی له ميانمار څخه ووتل، ۹ ورځې يې کشتۍ په سمندر کې راګير وه. سرچينه وايي چې په دغې کشتۍ کې ۸ ماشومان، ۲۵ ښځې او ۴۳ نارينه سپاره ول او هيله يې دا وه چې ځانونه ماليزيا ته ورسوي.

د فاروق په وينا، ده شاوخوا ۱۵۰ امريکايي ډالر کشتۍ ته ورکړل چې ځای ورکړي. هغه زياته کړه چې د دوی کشتۍ د تايلند سمندري ځواکونو له خوا ودرول شوه، چې بيا وروسته د تايلند د ګزمې ځواکونو دوی تر وچې ورسول. دغه روهنګيايي مهاجر د جمعې ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۲۰مه) ترغرمې وروسته، د اندونيزیا په سوماترا ټاپو کې د اچيه ولايت بيريون سيمې ته وليږدول شول.

دا په روانه مياشت کې د روهنګيا مسلمان اقليت دريمه ډله ده چې له ميانمار څخه پر سمندري لارو ماليزيا پر لور تيښته کوي.

ژغورل شوې روهنګيايان ادعا کوي چې دوې تيښتې ته مجبور کړل شوي دي. فاروق محمد په دې اړه وايي: «موږ په اجباري توګه وتلو ته اړ کړل شولو، موږ ونشو کولای نور هلته پاتې شو، نه مو شو کولای کار وکړو، ځکه خو په ميانمار کې راباندې ژوند ډير سخت شو. موږ ته د هويت کارتونه رانکړل شول او په زوره دې اړ ايستل شولو چې ووځو.» 

د ميانمار په راخين ایالت کې د ۲۰۱۷م کال په اګست مياشت کې تاوتريخوالي پیل شول. له هغه وخته راهيسې شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګه ديش ته مهاجر شوي دي. ميانمار او بنګله ديش د تيرکال په وروستيو کې د دغو مهاجرو د بيرته ستنيدو پر مسئله توافق ته ورسیدل.

د موضوع اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: