1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۸۰ تنه افغان کوچنيان د درملني له پاره آلمان ته ځي

epd۱۳۹۳ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د «سولي نړيوال کلی» په نوم مرستندوی سازمان د چهارشنبې په ورځ ۸۰ تنه افغان ناروغ او ټپيان کوچنيان د درملني له پاره آلمان ته لېږدوي. دغه سازمان له ۱۹۶۷م کال راهيسي له جنگي سيمو ناروغ کوچنيان په آلمان کي تداوي کوي.

https://p.dw.com/p/1EdY1
انځور د بل وخت دئ
انځور د بل وخت دئانځور: Anna Verena Petersen/die-journalisten.de GmbH

د «سولي کلي» مسئولانو د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي په افغانستان کي «طبي مراقبت ورځ تر بلي خراب سوی دئ.»

په افغانستان کي د دغه سازمان مرسته کوونکو په خپلو وروستيو ۷۱ کتنو کي تر بل هروخت ډير ناروغ کوچنيان ټاکلي دي چي د درملني له پاره آلمان ته ولېږدول سي.

د دغو روغتيا پالو نتايجو ته په کتو سره د «سولي نړيوال کلی» مسئولانو آلمان ته تر بل هر وخت د ډيرو ناروغو او ټپيانو کوچنيانو د لېږد پريکړه کړې ده.

دا چي په افغانستان کي د بشري وضعيت خرابوالی له دغه هيواد څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره تړاو لري، دغه سازمان ئې يوازي د گومان خبره کوي.

دغه مرستندوی سازمان ويلي دي چي له دغو افغان کوچنيانو سره به يو ځای د تاجيکستان، ازبکستان، قرغيزستان، ارمنستان او گرجستان نزدې ۳۰ تنه کوچنيان هم آلمان ته ولېږدول سي.

سازمان ويلي دي چي دغه کوچنيان به د شنبې په ورځ له نزدې ۶ ټنو مرستو سره بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي.

د «سولي نړيوال کلی» له ۱۹۶۷م کال راهيسي د جنگ ځپلو سيمو له ناروغو او ټپيانو کوچنيانو سره مرسته کوي. دغه سازمان هر وخت نجوني او هلکان د درملني له پاره آلمان ته لېږدوي او دغه راز د هغوی په هيوادونو کي پراختيايي پروژې پلي کوي.