1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

20 فيصده يورانيم به پخپله په ايران کي غني سي

۱۳۸۸ بهمن ۱۹, دوشنبه

تر هغه وروسته چه د مونشن په امنيتي کانفرانس کښي د ايران د يورانيمو د غني کولو پر سر خبري د ناکامۍ سره مخامخ سوې ، محمود احمدي نژاد په ايران کښي د يورانيمو د غني کولواعلان وکۍ

https://p.dw.com/p/LvpH
جمهور رييس محمود احمدي نژاد
جمهور رييس محمود احمدي نژادانځور: ISNA

د ايران دجمهور رييس محمود احمدي نژادله نظره دا لويديز دی ، چه غواړي پر ايران باندي فشار زيات کي ، او د ډول ډول تاکتيکو څخه کار اخلي .

دی په تهران کښي د لايزر د وړانګو د تکنالوژۍ نندارتون ته ډير اهميت ورکوي ، اووايي چه په دغه برخه کښي هم چه د ډيره وخته راهيسي تحقيقات او څيړني رواني دي ، کيدلای سي لکه د اټومي دستګاوو غوندي پکښي يورانيم غني سي .

احمدي نژاد د موقع څخه استفاده وکړه ، پر بين امللي ټولني يې حمله وکړه ، او ويې ويل چه لويديز دده هغه پيشنهاد ته چه يورانيمو دي په خارج کي غني سي ، اهميت نه ورکوي .

دی وايي ،

«موږ غربيانو ته دوې تر درو مياشتو پوري وخت ورکي ، چه پر دغه پيشنهاد باندي غور وکي . خو دوی يوه نوې بازي شروع کړه، اوځکه نو ما د ايران د اټومي مسايلو د ادارې مشر صالح ته وظيفه ورکړه ، چه په ايران کښي د 20 فيصدو يورانيموپه غني کولو شروع وکي . خو ددوی پر مخ د خبرو او مذاکرې دروازه اوس هم خلاصه ده . »

تر هغه وروسته ددغي ادارې مشر علي اکبر صالح اعلان وکی ، چه په يوه کال کښي به ديورانيمو د غني کولو 10 نوري دستګاوي جوړي کي .

صالح به نن په ويانا کښي داټومي انرژۍ بين امللي ادارې ته د 20 فيصدويورانيمو دلانجمن غني کولو څخه خبر ورکي ، خو ده وويل چه د هغه غني کيدل به سبا سه شنبه په نتن کښي د اټومي انرژۍد بين امللي ادارې د کنټرولرانو په حضور کښي شروع سي .

د ايران د اسلامي جمهوريت د رهبرۍ په وينا به دغه يورانيمو دسوله ايزو مقاصدو دپاره غني سي ، خو لويديز اوس هم دا شک لري چه ايران په پټه سره اټومي بم جوړوي .

سورين/

کتونکی : محمد قاسم نوري