1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات ته د روغتیا نړېوال سازمان روغتیاپالان رسېدلي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

د روغتیا نړېوال سازمان وايي، د ۲۱ ښځېنه ډاکټرانو په ګډون د روغتیاپالانو دا ډله به د افغانستان لویدیځ کې له زلزله ځپلو سره روغتیايي مرستې وکړي.

https://p.dw.com/p/4XXJG
افغانستان/هرات له یوې سختې زلزلې وروسته
افغانستان/هرات له یوې سختې زلزلې وروستهانځور: Mirwais Amir/AA/picture alliance

د روغتیا نړېوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي ددغه سازمان د روغتیاپالانو په ډله کې ۲۱ ښځېنه ډاکټرانې، قابله ګانې او نرسان شامل دي.

سرچینه زیاتوي: «هغوی هرات ته رسېدلي چې د هرات زلزله ځپلو کلیو ته په ګرځنده روغتیايي ډلو کې میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي.»

له کابله ګومارل شوې دا روغیتايي ښځېنه کارکوونکې به د یوې اونۍ لپاره روغتیايي خدمتونو برخه کې کار وکړي.

زلزله ځپلو سره د جاپان مرستې

هاخوا په کابل کې د جاپان سفارت ویلي نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر ۱۴مه) د جایکا بیړنیو مرستو جوپه کابل ته رسېدلې: «د جایکا بیړنیو مرستو له ډلې خیمې، کمپلې، د خوب توشکې او نور د کابل نړېوال هوايي ډګر ته رسېدلي او د سره صلیب نړېوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.»

جایکا JICA یا د جاپان نړېوالې همکارۍ اداره په نړېواله کچه په پرمختیايي او بشري خوندېتابه برخو کې کار کوي.

د هرات په زلزله کې د سلګونو کسانو وژل کېدو او زرګونو بې کوره کېدو خبر ورکړل شوی
د هرات په زلزله کې د سلګونو کسانو وژل کېدو او زرګونو بې کوره کېدو خبر ورکړل شویانځور: ALI KHARA/REUTERS

د جاپان سفارت وايي، دا مرستې به ډېرژر مصیبت ځپلو خلکو ته ورسول شي. د سفارت په وینا جاپان د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

تردې وړاندې د امریکا د ۱۲ میلیونه ډالرو په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو هم د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستو ټټر وهلی.

ولسي مرستې

د مرستو په لړ په ولسي کچه هم د هرات زلزله ځپلو سره په کور دننه او بهر د مرستو راټولولو کمپاینونه روان دي خو د طالبانو پېښو ته د رسېدو چارو وزارت اعلان کړی چې ددغه وزارت له همغږۍ پرته هیڅوک د مرستو ټولولو اجازه نه لري.