1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

5 تنه طالب مشران د ملگرو ملتو د تور لست څخه ايستل سوي دي

۱۳۸۸ بهمن ۷, چهارشنبه

د امنيت د شورادغه اقدام په داسي وخت کې تر سره کيږي، چې حامدکرزی غواړي په لندن کې د افغانستان په هکله کېدونکي کانفرانس کې دا ټينگار وکوي، چې د طالبانو د مشرانو نومونه دي له مخکې ياد شوي لست څخه وايستل شي

https://p.dw.com/p/Lhsg
وکيل احمد متوکل
وکيل احمد متوکلانځور: AP

د ملگرو ملتونو د امنيت د بين امللي جرگې د سه شنبې د ورځي په يوه غونډه کې ويل شوي چې، د هغو پنځو طالب مشرانو نومونه، کوم چې د القاعده له ډلي سره د اړيکو درلودلو په تور د ملگروملتونو په تور لست کې شامل وو، له هغه لست څخه ايستل شويدي .

د امنيت د نړيوالي جرگې په اعلاميه کې راغلي، چې د دوشنبې د ورځي په غونډه کې، له هغه تورلست څخه د پنځو تنو نومونه ايستل شوي، پر کومو باندې چې مسافرت، د جايداد اخيستنه او پلورنه او هم د وسلو گرزونه منع ده.

د امن د نړيوالې جرگې دا پرېکړه او اقدام په داسي وخت کې کيږي، چې افغان مشر حامدکرزي اعلان کړئ، غواړي په لندن کې د افغانستان په هکله کېدونکي کانفرانس کې دا ټينگار وکوي، چې د طالبانو د مشرانو نومونه د له مخکې ياد شوي لست څخه ووهل شي.

کرزی هيله لري په دې باب د ملگرو ملتونو پلوي تر لاسه کړي، تر څو وکېدلی شي طالبان د پيسو او کارورکولو له لاري دې ته وهڅوي، خپلي وسلې پر ځمکه کښيږدي او له جگړو څخه لاس واخلي .

هغه پنځه تنه طالب مشران چې نومونه يې د ملگرو ملتونو له تور لست څخه ايستل شوي عبارت دي له : د طالبانو په واکمنۍ کې د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل متوکل، د نوموړي وزارت معين فيض محمد فيضان، د بهرنيو چارو د وزارت يو بل مامور شمس الصفاء، د پلان د وزارت معين محمد موسی او د سرحداتو د وزارت معين عبدالحکيم .

د ملگرو ملتونو په اعلاميه کې راغلي، چې عبدالحکيم له طالبانو سره خپلې اړيکي شکولي او د 2007 ميلادي کال د مۍ د مياشتي راهيسي د ارزگان د ولايت والي دی . او محمد موسی هم د 2007 ميلادي کال د مۍ له مياشتي راپديخوا په اولسي جرگه کې د وردگو له ولايت څخه وکيل ټاکل شوی دی .

يوه لويديز ديپلومات په ډاگه کړې، چې دا پنځه تنه اوس د نرمښت پلوه طالبانو له ډلې څخه شمېرل کيږي، چې حامد کرزی کولی شي ورسره خبري اتري پيل کړي.

د ملگرو ملتونو تور لست د هغي ټولني د امنيت د جرگې د 1267 لمبر پرېکړه ليک له مخي منځ ته راغلی، تر څو په 1999 ميلادي کال کې پر طالبانو باندي د لگول شوو بنديزونو څارنه وکوي، چې علت يې هم د اساما بن لادن له ترورستي ډلي القاعده څخه پلوي وه .

د هغي پرېکړي له مخي، بايد چې د ملگرو ملتونو غړي هېوادونه پر هغه کسانو او ډلو باندي، چې له القاعده، بن لادن او طالبانو سره ارتباط ولري، د سفر، جايداد راکړي ورکړي او وسلو ورکولو چاري بندی کړي . همدا پرېکړه وه چې د اطريش تر مشرتابه لاندي د 2009 ميلادي کال د جنورۍ د مياشتېي له پيل څخه وروسته د امن د نړيوالي جرگې تحريمي غونډه د بنسټ پاله کسانو او ډلو نومونه ساتي . اطريش وايي په دې لست کې 500 نومونه سته، چې 142 ورڅخه د افغاني تندلارو نومونه دي .

کرزي د سه شنبې په ورځ په استانبول کې د خپلو دغو هلوځلو د پاره سيمه ايز ملاتړ تر لاسه کړ، چې غواړي ياغيان دې ته وهڅوي خپلي وسلې پر ځمکه کښيږدي او آلمان ژمنه کړې، چې زيات عسکر افغانستان ته ورکړي.

کرزي د ترکيې او پاکستان له اولسمشرانو او هم د يو شمېر نورو هېوادونو لکه چين، ايران او روسيې له لوړرتبه چارواکو سره تر خپلي ليدني کتني وروسته ويلي دي، چې نرمښت پلوه طالبان ښايي بېرته ټولني ته راگډ کړل شي . کرزي زياته کړې : "هغه طالبان چې د ترهگري شبکو يا القاعده سره نه دي او د افغانستان بچيان دي، چې شمېر يې په زرگونو زرگونو کسانو ته رسيږي، ښايي بېرته ټولني ته راوبلل شي."

په هغه اعلاميه کې چې د استانبول د غونډي گډون کوونکو خپره کړېده، راغلي چې، برخوال د افغانو له پخولايني او بېرته يوځای کېدو څخه په داسي ډول چې مشرتابه او ابتکار يې پخپله د افغانستان په لاس کې وي، ملاتړ کوي .

AFPE/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري