1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معین جنجالي څرګندونې

۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تازه ټاکل شوي مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي په یوه غونډه کې افغانستان ته د امریکایانو او غربیانو د راتګ د هڅو سربیره ویلي چې هڅه کوو او هیله من یو چې امریکا به بیرته را وګرځي.

https://p.dw.com/p/43cnB
Afghanistan I Die Führung der Taliban
انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په کابل کې د خپلې معرفي غونډې پرمهال جنجالي څرګندونې کړي دي. شیر محمد عباس ستانکزی چې تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو له مهمو غړو وو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معین په توګه هم معرفي شوی دی.

ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال پر اروپايي هیوادونو باندې د امریکا نفوذ ته په اشارې سره وویل: «که چیرته په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستل شي، نیم ساعت وروسته به ټول اروپايي هیوادونه هلته راشي. موږ په دې برخه کې هڅې کوو ځکه د مرکچي پلاوي په توګه زه له دوی [امریکایانو] سره هلته وم او د دوی د چلند او اخلاقو معلومیږي چې انشاآلله ژر به بیرته را وګرځي.»

د شیر محمد عباس ستانکزي دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه را پارولي دي. ډ ټولنیزو شبکو ګڼ شمیر کاروونکې د هغه دغه څرګندونې د طالبانو د تیرو شلو کلونو په موده کې د دې ډلې له هڅو او شعارونو سره په تضاد کې بولي ځکه په خبره یې طالبانو په تیرو دوو لسیزو کې د بهرنیانو او پخواني حکومت پر ضد مبارزه کوله.

د ټولنیزو شبکې فیسبوک یوه کاروونکي حاجي احمد لیکلي دي: «شل کاله یې جنګ وکړ او وینې یې تویې کړې ځکه چې بهرنیان په هیواد کې وو، اوس چې حکومت یې په لاس کې دی، وايي چې انشاالله بیرته به راګرځي.» د محبوبې اسلامي په نامه د فيسبوک شبکې یوې بلې افغان کاروونکي بیا لیکلي: «د کیسې خلاصه دا ده چې زموږ امریکا او د دوی پیسې خوښیږي. د خلکو اصلي ستونزه دا ده چې الحمدالله بې کوره شي وي؛ اوس امریکا بیرته راځي.»

د سید اشرف سادات په نامه د ټولنیزو شبکو یوه بل کاروونکي بیا لیکلي چې د ښاغلي ستانکزي هدف افغانستان ته د امریکا پوځي بیرته راتګ نه دی. هغه لیکلي: «البته د هغه [عباس ستانکزي] هدف د دوی د سفارتونو دی چې یو ضرورت هم دی چې نړیواله همکاري او تجارت وشي؛ ترڅو خلک مو تجارت او له نړۍ معاملات او راکړې ورکړې بیا له سره پیل شي... زموږ د ملت اصلي غم همدا دی؛ که نو حکومتونه هرڅو کاله وروسته تغیر کوي.»

په عین وخت کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمیر کاروونکو د عباس ستانکزي تازه څرګندونو ته بل رنګ هم ورکړی دی. له دوی څخه ګڼ شمیر یې لیکلي چې که «انشاالله» طالبان د امریکا او اروپا شرایط پوره کړي «انشاالله» دوی به بیرته راشي او د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیارده کنګل شوې مالي زیرمې به هم آزادې کړي.

د سیاستوالو د بیرته راتګ هیله

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یکشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې د دې وزارت کارمندانو ته په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي کولی شي بیرته افغانستان ته را وګرځي. هغه وویل: «خپل وطن ته دې راشي، خو دا تمه دې نه لري چې وزیر یا لومړی وزیر او یا هم ولسمشر شي. د یوه عادي افغان په توګه دې وطن ته راشي او دلته دې ژوند وکړي.»

ستانکزي په خپلو خبرو کې همدا راز اشاره وکړه چې افغانستان اوسمهال په مختلفو برخو کې روزل شویو کدرونو ته ضرورت لري. د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د پخواني حکومت تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د افغانستان ګڼ شمیر ښو روزل شویو کدرونو یا هیواد ترک کړی او یا له هیواده د وتلو په هڅه کې دي.

Afghanistan I Die Führung der Taliban
انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال همدې موضوع ته په اشارې زیاته کړه چې «طالبانو له پخوانیو تجربو درس اخیستی دی» او دا چې د دې ډلې غړي اجازه نه لري چې «د ټولنیزو ارزښتونو خلاف» عمل وکړي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې اوس څوک حق نه لري چې د پخواني حکومت کارمندانو ته مشکل جوړ کړي ځکه چې د دوی کارونه د دوی په تیر پورې اړه لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حاکمیت درې میاشتې لا وړاندې پوره شوي، د نړۍ زیاتره هیوادونو تر اوسه هم طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي چې له کبله یې له دغه جګړه ځپلي هیواد سره ډپلوماتیکي، تجارتي او د مرستو اړیکې قطع شوي او افغانستان له زیاتو اقتصادي ننګونو سره مخامخ شوی دی. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه، د ژمي په راتګ سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت د لا ډیر خرابیدو خبرداری ورکوي چې په خبره یې د دې کار په پایله کې به په دغه هیواد کې یو ستر بشري ناورین هم رامنځ ته شي.