1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر حزب التحریز بندیز، خو د دغه ګوند غبرګون څه دی؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۰, یکشنبه

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، افغان حکومت حزب التحریز په رسمیت نه پيژني او تردې وروسته یې فعالیتونه ناقانونه دي. خو د حزب التحریز ځواب څه دی؟

https://p.dw.com/p/3q27L
 Hizb al-Tahrir Unterstützer
انځور: picture alliance/dpa/A.Hashlamoun

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ ۲۸مه) د شپږنیمو بجو غونډه کې اعلان کړی، چې حزب التحریز ګوند د افغانستان په عدليي وزارت کې ثبت نه دی نو ځکه د راغونډېدو او تبلیغ حق نه لري.

ښاغلي صالح په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «افغان دولت حزب التحریر په رسميت نه پېژني او ترڅو چې دغه حقوقي ستونزه حل نه شي، د دغې شبکې له نوم او نښې څخه به هر ډول فعاليت غیرقانوني وي.»

ښاغلي صالح دا تور هم پورې کړی چې د حزب التحریز یوشمېر غړي له ترهګریزو ډلو سره فکري نیږدې والی لري.

د حزب التحریر غبرګون

خو حزب التحریز بیا د امرالله صالح تورونو ته په ځواب کې وايي، چې دا ګوند یواځي فکري او سوله ییزه مبارزه کوي او غړي یې په ترهګریزو ډلو پورې تړلي نه دي.

په افغانستان کې د حزب التحریز د رسنیز دفتر مشر او ویاند سیف الله مستنیر دویچه ویله ته وویل: «حزب التحریر فکري او سیاسي فعالیت کوي او هغه هم په ټولنه کې د بنسټیز تغیر لپاره ترڅو اسلامي دولت یاني اسلامي خلافت تاسیس کړي.»

Westbank Anhänger Islamischer Staat Terrormiliz IS
انځور: Getty Images/AFP/H. Bader

مستنیر زیاتوي چې افغان حکومت تردې وړاندې هم پر حزب التحریز ورته تورونه لګولي، خو دا ډله په هیڅ ډول فزیکي او وسله وال فعالیت کې لاس نه لري.

حزب التحریر څه غواړي؟

د حزب التحریر نړېواله اسلامپاله ډله په ۱۹۵۳ میلادي کال کې په بیت المقدس کې د تقی الدین النبهاني په نوم یوه فلسطیني جوړه کړه.

مستنیر وویل، د دې ډلې بنسټیزه موخه دا ده چې د «اسلامي خلافت» جوړولو لپاره پر عامه افکارو کار وکړي، چې د دې فعالیت لپاره یې ریښه سوله ییزه ده.

خو امرالله صالح وايي، د دې ډلې د قانون مند کولو لپاره به ډیر ژر پر یوې تګلارې بحث وکړي، چې ترهغې د دې ډلې غړي فعالیت نه شي کولای. ښاغلي صالح پر خپلې فسبوک پاڼې وړاندې لیکلي: «نو تر هغه وخته په حزب التحریر پورې تړلي کسان دې د نظام ضد تبليغونه او فعاليتونه بند کړي.»

تردې وړاندې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم شاوخوا پنځه کاله وړاندې حزب التحریز د ترهګریزو ډلو یوه ناپوځي څانګه بللې وه.

Afghanistan Kabul | Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

هاخوا په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي ولادیمیر ورانکوف  تېر کال ویلي، چې داعش او حزب التحریر ډلې په افغانستان کې د جنګیالیو په جلبولو بوختې دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د هرات د ګذرګاه جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري، د افغانستان اوسنی نظام فاسد او نا اسلامي بللی او پرضد یې د پاڅون ګواښ کړی.

د حزب التحریر ویاند سیف الله مستنیر په دې اړه وویل: «انصاري د حزب التحریر غړی نه دی او حزب التحریر د جزي مسایلو په اړه خپل خاص نظر نه څرګندوي.»

په افغانستان کې داسې مهال په حزب التحریر بندیز لګیږي، چې طالبان وايي وسله واله مبارزه یې په هېواد کې د «اسلامي نظام» د ټینګښت لپاره ده.

د دې ډلې د سولې خبرو په اجنډا کې هم لومړیتوب د حکومت او نظام پرڅرنګوالي بحث دی او ټینګار کوي، ترڅو چې اسلامي نظام ونه منل شي، مبارزې ته دوام ورکوي.

خو د حزب التحریر ډلې فعالین وايي، چې د هغوی مبارزه یوازې د یوه هېواد په پولو کې نه منحصریږي بلکې سیاسي او اسلامي تګلاره یې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ده.

اسماعیل شاکر – کابل