1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په ننگرهار کې د ګچو فابریکې ۷ کارکوونکي وژل شوی

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې تېره شپه ناپيژاندو وسله والو د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ګچو یوې فابریکې ۷ کاریګر په ډزو وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3qCN9
Afghanistan Sicherheitskontrollen in Nangarhar
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Photoshot/S. Safi

د ننګرهار د پولیسو مشر جنرال جمعه ګل همت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۴مه) رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د یاد ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند د فتح اباد په مارغونډۍ سیمه کې شوې ده. هغه وايي، دغه کسان د ګچو په یوه کارخونه کې وژل شوي.

ویل شوي، وژل شوي کسان ټول هزاره هېوادوال دي، چې په دغه فابریکې کې به یې له تیږو ګچ جوړول.

د افغانستان د جمهوري رياست د دفتر له خوا په يوه خپره شوې مطبوعاتي اعلاميه کي دغه پېښه غندل شوې او ويلي چې د شهيدانو کورنيو ته د خپلي خواموږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرگندوي.

په اعلاميه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د دې وحشيانه عمل د غندني تر څنگ وويل، طالبانو د تاوتريخوالي په زياتوالي سره یو وار بيا ثابته کړه چې په سولې باور نه لري او زموږ بېگناه هیوادوال وژني.

د ننګرهار د پولیسو ویاند وايي، د دغو کسانو د قتل په تور یې څلور کسان نیولي چې اوس ترې څېړنې روانې دي.

قومندان جمعه ګل همت ډاډ ورکوي، چې د دې پېښې اصلي عاملین او د دغو کسانو وژونکي به ژر تر ژره نیسي او قانون ته به یې سپاري.

د ننګرهار د ملي امنیت یوې سرچینې هم یاده پېښه تایید کړې ده.

د سره رود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ويله ته وویل، دغه هزاره هېوادوال د شپې په تیاره کې وژل شوي او وژونکي یې له سیمې تښتېدلي دي.

د جلال اباد د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر دویچه ويله ته وویل، د سره رود ولسوالۍ له پېښې روغتون ته اوه جسدونه وروړل شوي دي.

هغه وويل چې د لومړنیو معلوماتو له مخي د وژل شویو کسانو پر جسدونو له نښو نښانو ښکاري چې یاد کسان تر ډېرو زورولو وروسته وژل شوي دي.

ګلزاده سنګر وايي، یاد اوه واړه وژل شوي کسان هزاره هېوادوال دي. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

د ننګرهار په حصارک، شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه شته، چې ډېر هېوادوال پکې په کار بوخت دي او داسې راپورونه هم شته، چې له دغو کانونو وسله وال هم خپلې برخې اخلي.

امید دیدار، ننګرهار