1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۴۰۰ کال د بودیجې تصویب؛ آیا د وکېلانو غوښتنې منل شوي؟

۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبه

ولسمشر غني له ولسي جرګې مننه کړې، چې د ۱۴۰۰ مالی کال ملي بودیجه یې د رایو په اکثریت سره تصویب کړه. آیا د بودیجي د تصویب په برخه کې د حکومت او پارلمان ترمنځ جوړ جاړی شوی؟

https://p.dw.com/p/3pim3
Afghanistan Präsident Ghani stellt seine neuen Kabinettsmitglieder vor
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan

د افغانستان ولسي جرګې تر څه کم یوه نیمه میاشت ناندریو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال ملي بودیجه په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه. د دې جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون وايي، هغه ۱۹ موارد چې له مخې یې بودیجه دوه ځله رد شوې حکومت منلي، نو ځکه وکېلانو هم د تایید رایې ورکړې.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مشر محمد عظیم کبرزاني دویچه ویله ته وویل: «۱۹ اختلافي موارد چې مونږ درلودل د حکومت له لورې ومنل شول، داسې تفاهم ته ورسیدو چې په هغې کې د ملت غوښتنې په پام کې نېول شوې وې.»

تردې وړاندې وکېلانو بودیجه نا انډولیزه بلله او ترڅنګ یې له بودیجې د مهمو پروژو لرې کول، ملي دسترخوان پروګرام چې پارلمان رد کړی ؤ په بودیجه کې شاملول، له احتیاطي کوډونو د حکومت لوړ لګښتونه، د ښوونکو او ټیټ پوړو دولتي مامورینو د تنخواوو لوړول او یوشمېر نور هغه لاملونه وو چې له مخې یې د پارلمان له خوا د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه دوه ځله رد شوې وه.

په بودیجه کې ترټولو ستر بدلون څه دی؟

سره له دې چې یو شمېر وکېلان وايي، د بودیجې لومړی او دویم سند له دریم هغه سره ډير توپیر نه لري، خو له راتلونکي ۱۴۰۰ لمریز کال له پيله د ټيټ پوړو دولتي مامورینو په تنخواګانو د ۲۰۰۰ افغانیو ډېرېدل د پام وړ بلل شوی.

د کابل ښار یوه ښوونکې عاقله مراد چې اوسمهال ۹۵۰۰ افغانۍ تنخوا لري، خو د ۱۴۰۰ لمریز کال له لومړی میاشتې وروسته به یې معاش ۱۱۵۰۰ ته لوړ شي، د دغه اقدام هرکلی کوي. نوموړې دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې دغه ۲۰۰۰ افغانۍ یې ښايي د ژوندانه ټولې اړتیاوې پوره نه کړي، خو بیا هم د حکومت او پارلمان له دغه ګام څخه هرکلی کوي.

هغې دویچه ویله ته وویل: «زه ډیره خوشاله یم چې معاش مې ۲۰۰۰ افغانۍ لوړ شوی دی، خو د خوراکي توکو بیې لوړې دي، د کورونو کرایې لوړې دي نه شم کولای په دغو پیسو خپلې څلور کسیزې کورنۍ ته سمه رسیدنه وکړم.»

افغان حکومت د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره څه باندې ۴۷۰ مېلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیولې چې  ۱۱ مېلیارده یې عادي او ۱۶۱ مېلیارده یې پراختیایي بودیجه ده.

د نوي کال بودیجې کې مهمې پروژې کومې دي؟

د افغانستان د ماليي چارسنبالي وزیر خالد پاینده د بودیجې له تصویب څخه د هرکلي ترڅنګ د ځینو مهمو پروژو یادونه وکړه چې په نوي کال کې به پلې شي. هغه وویل: «د افغانستان د اوبو مدیریت، کلیدي زیربنايي پروژې، د سیمه ییز اتصال پروګرام، د کانونو د رااېستنې پروژې، د ملي عوایدو ډېرېدو په موخه د ګمرکونو د عصري کولو په څېر پروژې په بودیجه کې شاملې دي.»

په  ورته وخت کې ولسمشر غني له ولسي جرګې مننه کړې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال بودجه یې تصویب کړه. په دې اړه د ارګ په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ولسي جرګې غړو د دې تصمیم چې بودیجه یې د هیواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه ستاینه وکړه او هغه یې پر وخت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبلله.»

وکېلانو د بودیجې پر سر د جنجالونو له امله خپله ژمنۍ رخصتۍ ځنډولې وې، چې د دغه جنجال په حل کېدو سره ولسي جرګې سر له ننه خپلې ژمنۍ رخصتې هم پیل کړې.

اسماعیل شاکر – کابل