1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر غني د سولې پلان ته غبرګونونه

۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني د سولې طرحه خپره کړې چې درې پړاوه لري. د دې طرحې پر وړاندې غبرګونونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3rjWn
Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

د ولسمشر غني د سولې لار نقشه کې لومړی پړاو دادی چې پر اوربند یوه سیاسي هوکړه رامنځته شي. دویم پړاو یې د سولې حکومت او په دریم پړاو کې د سولې او دولت پر جوړونه کار کیږي.

غني بیا هم تر وخت وړاندې ټاکنو باندې ټینګار کړی چې په پایله کې یې خپل راتلونکي ځای ناستي ته واک ولیږدوي: «هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې د هيواد مشرتابه، د ولسمشر لومړی مرستیال، دویم مرستیال او منتخب ولسمشر استعفا کوي او یا یوې شرمونکې معاهدې ته تسلمیږي.»

غني د سولې لارنقشې د تشریح کولو پرمهال د ترکيي راتلونکې غونډي ته هم د بشپړ چمتوالي خبره کړې.

ولسمشر غني وايي چې که سوله د اوسني حکومت د واک مودې د نه بشپړولو پرسر راځي، نو دی تروخت وړاندې ټاکنو ته په داسې حال کې چمتو دی چې په خپله به پکې ګډون نه کوي.

د کارپوهانو شننه

سره له دې چې د چارو یوشمېر کتونکي د حکومتي واک مودې رالنډېدو په برخه کې د ولسمشر غني انعطاف ستايي، خو ځینو ته دغه لار نقشه عملي نه بریښي.

د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق دویچه ویله ته وویل، د ولسمشر غني د سولې په پلان کې دوه بنسټیز ټکي نه عملي کیږي: «د یوه سیاسي توافق په نتجه کې اوربند چې دا خبره طالبان نه مني او دویمه موضوع په هېواد کې د سیاسي اجماع رامنځته کول دي چې دا کار هم د ولسمشر غني په حکومت کې ناشونی دی.»

د پوهنتون ددغه استاد په وینا ولسمشر غني په تېرو څو کلونو کې داسې سیاستونه لوبولي چې اوس پرې د ټولو سیاسي ګوندونو باور ختم شوی.

خو د نړېوالو اړیکو شنونکي عبدالشکور سالنګي دویچه ویله ته وویل، چې د ولسمشر غني طرحه په بشپړ ډول یو سنجول شوی پلان دی: «دا طرحه په رواني لحاظ ډیر پلویان لري او دا ښايي پر طالبانو هم فشار راوړي او ددې لامل شي چې طالبان هم انعطاف وښيي.»

ولسمشر غني د سولې په لار نقشه کې پر نړېواله ټولنه او ملګرو ملتونو غږ کړی چې طالبانو سره د سولې هوکړه او د اوربند په ټینګښت کې کوټلی ضمانت وکړي.

د طالبانو غبرګون

هاخوا طالبان د ولسمشر غني اعلان شوې طرحه عملي نه بولي، د دې ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي چې په دې اړه خبرې کول هم بې ګټې دي.

ولسمشر غني د سولې په لار نقشه کې د ټاکنو ترڅنګ د لویې جرګې پر جوړولو هم ټینګار کړی.

د غني په باور د اساسي قانون تر تعدیل وړاندې سولې ته د رسیدو لار باید د همدغه اوسني اساسي قانون په رڼا کې طی شي.

اسماعیل شاکر – کابل

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب