1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

اشرف غني له مؤقتي حکوت سره موافقې ته اشاره کړې

۱۴۰۰ فروردین ۱۱, چهارشنبه

ولسمشر غني د یوه ممکنه حکومت له جوړیدو سره خپلي موافقې ته اشاره کړې ده. په خبره یې په سوله پوري د «سولي د جوړیدو یو حکومت» هم مربوطیږي.

https://p.dw.com/p/3rPY9
Weltwirtschaftsforum 2020 in Davos | Aschraf Ghani, Präsident Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

اشرف غني دغه خبري د تاجيکستان په پایتخت دوشنبه کي پرون سه شنبه (د مارچ میاشتي ۳۰ مه) د افغانستان په هکله د یوه سیمه ایز کنفرانس پر مهال وکړې.

د غني په خبره دغه ډول یو حکومت باید د موجوده انتخابي رهبرۍ او «نورو افغانانو تر منځ» چي مطلب یې کيدای سي طالبانو ته اشاره وي، جوړ سي. غني همېشه د مؤقتي حکومت خبره ردوله. هغه به تل ټینګار کاوه چي قدرت بايد یوازي یوه انتخابي حکومت ته وسپارل سي، تر څو په دې وسیلې سره د هیواد اساسي قانون مراعت سي.

خو په دوشنبه کي د ده د اوسنۍ وینا څخه دا نه معلومیږي چي هغه به په اینده کي کوم رول پرغاړه اخلي. د افغانستان حکومت او طالبان د تیر عیسوي کال له سپتمبر میاشتي راهیسي د سولي مذاکرات پر مخ بیايي.

د دغو خبرو پرمهال پردې هم بحثونه کیږي چي دغه هیواد به د سولي تر یوه ممکنه تړون وروسته څه ډول رهبري کیږي او حکومت به څه ډول تقسیمیږي.

له بلي خوا بیا د امریکا متحده ایالاتو څه موده مخکي د «سولي د جوړیدو حکومت» په نامه د یوه مؤقتي حکوت جوړیدل پیشنهاد کړي وه، په کوم کي چي باید طالبان هم برخه واخلي.

د یوه مؤقتي حکومت تر جوړیدو وروسته باید پر یوه نوي اساسي قانون باندي کار وسي او په اخره کي قدرت تر انتخاباتو وروسته یوه نوي حکومت ته وسپارل سي.

Afghanistan The Heart of Asia Istanbul Ministerkonferenz
انځور: Cem Ozdel/AA/picture alliance

د افغانستان د چارو الماني کارپوه، توماس روټیګ په نظر اشرف غني عملأ د امریکا فشار ته تسلیم سوی دی چي باید د راتلونکي می میاشتي تر اول تاریخ دمخه لا د یوه سیاسي حل سره موافقه وکړي. خو دې هدف ته رسیدل بیا هم اسانه کار نه دی. ځکه چي طالبانو تر اوسه پوري د امریکا متحده ایالاتو د دغه پیشنهاد په باب څه نه دي ویلي.

امریکا تر فشار لاندي ده چي ژر باید عمل وکړي، ځکه چي د پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ حکومت له طالبانو سره د می میاشتي تر اولي نیټې پوري له افغانستان څخه د خپلو عسکرو له وتلو سره موافقه کړې وه.

د دې په مقابل کي بیا طالبان د افغانستان له حکومت سره مستقیمو خبرو ته حاضر سول. خو دغو خبرو تر اوسه پوري چنداني نتیجه نه ده ورکړې. اوس د دې هیله مندي موجوده ده چي په دغو خبرو کي به په راتلونکي اپریل میاشت کي په ترکیه کي د امریکا په ابتکار د افغانستان پر مسألې یو کنفرانس پر مهال پرمختګ رامنځته سي.