1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان طالبانو بريا د پاکستان تند لارې ډلې قوي کړي؟

۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو راهيسې د پاکستان په قبايلي سيمو کې هم د تندلارو د بيرته راستنېدو په اړه يو خاموشه خو دوامداره خبرداری موجود دی. آيا پاکستاني طالبان بیرته راستنيدلای شي؟

https://p.dw.com/p/41o9S
Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د پاکستاني طالبانو ډله چې د «تحريک طالبان پاکستان» يا  «ټي ټي پي» په نوم ياديږي او څو کاله تر مخه پورې یې په پاکستان کې د حکومت پر وړاندې خونړی کمپاين پر لاره اچولې وه، په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسيدو سره هڅېدلې ده.

داسې ليدل کيږي چې دغه ډله هم په قبایلي سيمو کې د کنترول د بیرته ترلاسه کولو له پاره چمتووالی نيسي چې کابو اووه کاله ترمخه یې د پاکستاني پوځ د سترو عملياتو په نتیجه کې له لاسه ورکړی وه. پاکستاني طالبانو د خپل نفوذ په پراخولو پېل کړی دی. سيمه ایز قرارداديان وايي چې طالبان د هرې نوې تجارتي معاملې په سر له دوی څخه پېسې غواړي چې د سرغړونې په صورت کې ورته د مرګ ګواښ متوجه وي.

د مثال په توګه په سپتمبر مياشت کې وسله والو د نور اسلام داوړ په نوم يو تن په يوه هدفي بريد کې وواژه. نوموړي ميرعلي ښار ته څيرمه يو کوچنی کانال جوړ کړی وو چې لګښت یې تر ۵۰۰۰ ډالرو ډېر نه وو. سره له دې هم پاکستاني طالبانو له هغه څخه د خپلې برخې غوښتنه وکړه.

د داوړ د کورنۍ د غړيو او مدني فعالانو په حواله دا چې هغه د ورکړې له پاره ډېر څه نه درلودل، له طالبانو څخه یې د هغه د درک کولو غوښتنه وکړه. يوه اونۍ وروسته داوړ د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو. کورنۍ یې پړه پر پاکستان تحريک طالبان ډلې ور اچوي.

نور اسلام داوړ يو مدني فعال هم وو چې د وزيرستان د ځوانانو ټولنې یې په سيمه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او بنسټيزو آسانتياو د نه شتون پر ضد هلې ځلې کولې.

د تحريک طالبان پاکستان ډله د افغان طالبانو څخه يوه جلا ډله خو واک ته د افغان طالبانو تر رسېدو تر مخه یې هم ځانونه په افغانستان کې په موجودو پټنځايونو کې تنظيمول.

Pakistan Protest nach Verhaftung von Saad Rizvi
انځور: Arif Ali/AFP

د مېسوچېست پوهنتون د اسلامي تاريخ استاد براين ګلين ويليمیز، چې د جهادي غورځنګونو په اړه یې ډېرې ليکني هم کړي دي، په دې اړه وويل: «د امريکا پر وړاندې د افغان طالبانو حيرانوونکي بري پاکستاني طالبان هم تشويق کړي دي....دوی ښايي اوس دا باور ولري چې د پاکستان د هغوی په اصطلاح «کفر» د رژیم پر ضد هم بريالی جهاد کولی شي او بيرته یې خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.»

د «تحريک طالبان پاکستان» ډلې په دې وروستيو څو میاشتو کې خپل فعاليتونه ډېر کړي دي. په اسلام آباد کې د بحران او امنيتي مطالعاتو د انستیتوت په حواله د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسې په پاکستان کې په بېلا بېلو ترهګریزو بريدونو کې تر ۳۰۰ ډېر انسانان چې ۱۴۴ یې پوځي پرسونل دي، وژل شوي دي.

د تندلارو مذهبي ډلو قوي کیدل

د افغانستان تحولاتو په پاکستان کې تندلارو مذهبي ګوندونو ته انرژي ورکړې ده. دا خبره په اسلام آباد کې د سولې د مطالعالو د انستيتوت مشر امیر رانا کوي. دغه ډلې په ښکاره شيعه اقليت د بدعت کوونکو په توګه غندي او وخت پر وخت د خپلو سخت دریځو نظرونو د دفاع په موخه په زرونو کسان سړکونو ته راوباسي.

د مثال په توګه د تحريک لبيک په نوم ډله يوازې يوه اجنډا لري: دين د سپکاوي د لانجمن قانون څخه دفاع.  د منتقدينو په حواله دغه قانون يوازې د اقلیتونو او مخالفينو پر ضد کارول کيږي او کولی شي خلک دين ته د يوازې سپکاوي په تور وژنو ته وهڅوي. رانا خبرداری ورکوي چې لا دمخه له مذهبي تندلاریتوب څخه اغیزمنه د پاکستان ټولنه د افغانستان په څېر د طالبانو له خطر سره مخ ده.

د «ګالوپ» د څېړنیز انستيتويت له خوا تېره اونۍ د خپرې شوې يوې نظر پوښتنې په حواله ۵۵ سلنه پاکستاني وګړي به د «يوه اسلامي حکومت» څخه ملاتړ وکړي. «ګالوپ» د دې سروې له پاره ۲۱۷۰ پاکستانيان په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو سملاسي وروسته پوښتلي ول.

پر پاکستان په دې وروستيو کلونو کې تل له افغان طالبانو څخه د ملاتړ تورونه هم لګول شوي دي. له طالبانو سره د دغه هېواد تماسونه د امريکا متحده ایالاتو له پاره د ویرې يوه سرچینه ده. د امريکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو غړيو د قانون یوه مسوده هم معرفي کړې وه چې موخه يې پر پاکستان د امریکا پر ضد د طالبانو د قوي کولو د احتمال له کبله د بندیزونو لګول وو.

خو دغه ډول تورونو پاکستان په غوسه کړی دی چې مشران یې وايي له دوی څخه د خبرو ميز ته د طالبانو د کښينولو غوښتنه شوې وه چې دوی دا کار وکړ او په نتيجه کې یې بيا د طالبانو او امريکا ترمنځ يو تړون رامنځته شو.

له «تحريک طالبان پاکستان» ډلې سره خبرې

د امريکا د سولې له انستيتوت څخه اسفنديار مير وايي چې پاکستان د طالبانو د کورنيو چارو له وزير سراج الدين حقاني څخه چې ويل کيږي د پاکستان له استخباراتي ادارې سره له اوږدې مودې اړيکي لري، له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه  کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په جنوبي وزیرستان کې د «ټي ټي پي» ځيني مشران مذاکراتو ته چمتو دي خو تر ټولو افراطي څانګه یې چې مشرې یې نور ولي مسید کوي، خبرو ته ليوال نه دي. اسفنديار مير وايي چې مسید د جنوبي وزيرستان ولکه غواړي او دا روښانه نه ده چې آیا حقاني به نوموړی له پاکستان سره د خبرو ميز ته کيښنوي او که نه او دا چې د افغانستان دغه نوي واکمنان به چمتو وي چې له پاکستاني طالبانو سره خپلې پرې کړي.

يو پاکستانی چارواکی چې د نوم نه بربنډولو پر شرط یې خبرې کولې او له طالبانو له خوا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په شرطونو خبر دی، وايي چې طالبان پر يو شمیر قبايلي سيمو د ولکې او هلته د شریعي قوانينو د پلي کولو غوښتنه کوي او همدا راز غواړي چې د خپلو وسلو د ساتلو حق ولري.

د يوې امريکا میشتې څيړنیزې موسسې « Foundation for Defense of Democracies » څخه بِل روګيو وايي چې پاکستان پر پوځ د بريدونو د مخنيوي په موخه له طالبانو سره خبرې اترې پيلوي خو نوموړي په دې اړه د يوې «لانجمنې موضوع» د پيلولو څخه خبرداری ورکړی.

نوموړی زیاتوي: «پاکستاني طالبان به د دغه هېواد د يوې کوچنۍ سيمې پر ولکه کولو قناعت ونه کړي او هغوی به هرو مرو څه چې ورته ورکول کيږي، د هغه نه د زیات غوښتنه وکړي.» هغه زياتوي چې لکه افغان طالبانو چې د افغانستان واکمني یې غوښتله، ټي ټي پي بیا د پاکستان د واکمني غواړي.

ب. ص/ خ. ح (AP)