1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پوځ د افغان ژباړونکو ویره او اندېښنې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

هغه افغانان چې په افغانستان کې یي له امریکایي ځواکونو سره مرسته او همکاري کړې ده، د هغوی تر وتلو وروسته وخت ته په ویره او اندېښنه کې دي.

https://p.dw.com/p/3tUx2
Irak Kabul Taliban Selbstmordanschlag Flughafen 22.7.
انځور: Reuters

ایاز الدین هلال له امریکایي پوځ سره د ژباړوونکي په توګه کار کړی. په دې ترڅ کې هغه په لسګونو واره د افغانستان په ختیځ کې له امریکایي ځواکونو سره د ګزمې او ترهګرو پرضد  مختلفو جګړو کې ګډون کړی دی.

هغه ته د دغو خدماتو په سبب د امریکایي ځواکونو د لښکر مشر (پلتون کمانډر) له خوا مډال هم ورکړل شوی دی. نوموړي په دې وروستیو کې د امریکا د یوې ځانګړې ویزې ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیک هم وړاندې کړی وو چې د رد ځواب یي ترلاسه کړی دی. ایاز الدین غوښتل چې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته لاړ شي.

اوس چې ناټو او امریکا ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته تیاری نيسي، ایاز الدین هلال او هغه ته ورته په زرونو نور افغانان په دې ویره کې دي چې دوی به څوک له طالبانو څخه وژغوري؟

۴۱ کلن هلال چې د شپږو اولادونو پلار دی وایي: «موږ محفوظ نه یوو. طالبان چې موږ وويني راته وایي چې ستاسې ناسکه ورونه ژر تلونکي دي او موږ به تاسې ووژنو.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په تیرو دوو لسیزو کې د میرمنو په برخه کې ترلاسه شوي لاسته راوړنو ته متوجه خطرونه او همدارنګه یو وار بیا په دغه هیواد کې د ترهګریز بریدونو د پيلیدو ویره هم د راتلونکي وخت له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کیږي.

په ۲۰۰۹م کال کې د معرفي شوي یوه پروګرام پر اساس، افغان ترجمانانو او نورو هغو کسانو ته چې د امریکایي پوځ او یا ناټو له پاره یي کار کړی دی، د امریکا له خوا د مهاجرت ځانګړې ویزه ورکول کیږي.

امریکا مخکې تر دې د عراقي اتباعو له پاره هم داسې یو پروګرام معرفي کړی وو. خو د دې پروګرام په اړه شکایتونه هم موجود دي چې پروسه یي ډېره پېچلې او اوږده او د کرونا وبا له امله دغه پروسه لا زیاته پېچلې شوې ده.

تیره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبریالانو ته ویلي ول چې امریکا اراده لري چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له ترجمانانو او داسې نورو کسانو سره مرسته وکړي چې په جنګي شرایطو کې یي له امریکا سره مرسته کړې ده.

د بایدن حکومت د مهاجرت د ځانګړي پروګرام اړوند شکایتونو په اړه پر پروګرامونو دوباره غور کوي. په دې توګه به په دې برخه کې د غوښتنلیکونو د ارزونې پروسه را لنډه او د درغلیو پر وړاندې اقدامات هم وړاندیز شي.

په داسې حال کې چې په دې جریان کې دا ډول ژباړنوکي عموماً خپل هویت پټ ساتي، خو د وخت په تیریدو سره د دغو کسانو نومونه راښکاره کیږي او دا ویره موجوده ده چې که طالبان دوباره واک ته ورسیږي، نو له دغو کسانو سره به څه کیږي؟

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز