1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجيکستان: تر زرو زیات افغان ځواکونه تر سرحد را اوښتي دي

۱۴۰۰ تیر ۱۴, دوشنبه

تاجيکستان خبر ور کړی چې تر زرو ډېر افغان امنيتي ځواکونه له طالبانو سره تر جګړو وروسته د دوی خاورې ته ور اوښتي دي. د تاجيکستان د ملي امنيت کميټې ويلي دي چې دغه عسکر د دوشنبې په ورځ سهار وختي د دوی خاوري ته ور اوښتي دي.

https://p.dw.com/p/3w2Ci
Afgahnistan Silhouette
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

وسله والو طالبانو په وروستيو اوونيو کې چې له دغه هیواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل پیل شوي، په شمالي ولایتونو کې خپلې حملې ډېرې کړي دي او په دې لړ کې يې يو شمیر ولسوالۍ نيولي دي.

د تاجيکستان د ملي امنيت کميټې د دوشنبې په ورځ (د جولای ۵مه) وویل چې ۱۰۳۷ افغان حکومتي ځواکونه «په واقعیت کې د خپل ژوند د ژغورنې له پاره» د دوی خاورې ته تښتيدلي دي. تاجيکستان زیاته کړې ده چې دغه افغان عسکر تیره شپه له طالبانو سره تر جګړې وروسته تر سرحد ور اوښتي دي.

د تاجيکستان دولتي خبري آژانس خاور، د یادې کمېټې له قوله په يوه اعلاميه کې ليکلي دي: «د ښه ګاونډیتوب او د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې دريځ ته په پام کې نيولو سره، د افغانستان امنيتي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د تاجيکستان حریم ته داخل شي.»

په اعلاميه کې ويل شوي چې طالبانو د افغانستان د شمالي ولایت بدخشان چې له تاجيکستان سره ګډه پوله لري، شپږ ولسوالۍ «په بشپړه توګه» نیولي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې تر دې وړاندې په می میاشتې کې هم په سلونو افغان ځواکونه له طالبانو سره تر جګړې وروسته تاجيکستان ته اوښتي ول.

د طالبانو له خوا په لږ وخت کې د ډېرو ولسواليو نيولو داسې اندېښنې راولاړې کړي، چې د بهرنيو ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته به افغان ځواکونه ونشي کړای د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړی. له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر به د سپتمبر میاشتې په ۱۱مه بشپړ شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بايدن تر دې وړاندې اعلان کړی چې له افغانستان څخه به ټول امریکايي ځواکونه د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې نيټې چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال تروريستي حملو له شلمې کليزې سره برابره ده، ووځي.

AFP/mks/nz