1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا په کابل کې خپل سفارت تړي

۱۴۰۰ خرداد ۴, سه‌شنبه

استراليا په ناڅاپۍ توګه اعلان کړی چې روانه اوونۍ به په کابل کې خپل سفارت وتړي. استراليا د دغه اقدام لامل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره «په کابل کې د ناامنيو ډيريدل» بللی دی.

https://p.dw.com/p/3ttXc
Australien Premierminister Scott Morrison
انځور: Morgan Sette/AAP Image/AP/picture alliance

د استرالیا صدراعظم سکات موريسون وويل چې دوی به دغه اقدام په «موقتي توګه» د می میاشتې له ۲۸مې، یعنې یوازې درې ورځې وروسته، په داسې حال کې چې «نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي» وکړي.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي او د هغوی د متحدینو ځواکونو د وتلو پروسه، د می میاشتې له لومړۍ څخه رسما پيل شوې چې دغه پروسه به د امریکا د ولسمشر جو بایدن د شوي اعلان پر اساس د روان کال د سپتمبر مياشتې تر ۱۱مې بشپړه شي.

امریکا غواړي له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو په ايستلو سره خپله تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي. خو په عین وخت کې داسې اندېښنې هم موجودي دې چې له افغانستان څخه د دغو ځواکونو په وتلو سره به طالبان غښتلي شي.

وسله والو طالبانو لا له اوسه د افغانستان په ځينو ولایتونو کې خپلې حملې چټکې کړي دي، خو حکومت وايي چې دوی يې پر وړاندې د مقاومت توان لري.

د لويديځ ديپلوماتان او پوځي چارواکي د طالبانو د بیرته راګرځيدو څخه په اندېښنې سره، په دې لټه کې دي چې په راتلونکې کې د خپل ملکي حضور له پاره څنګه امنيت برابر کړي.

په کابل کې يوه بهرني پوځي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په سفارتخانو کې د پاتېدو یوازنۍ انګیزه بشري کارونه په بر کې نیسي، خو که چیرته د دوی د پرسونل له پاره کوم خطر موجود وي بیا نو دلته د پاتېدو له پاره هيڅ دليل نه پاتيږي.«

زیاته شوې ده چې «ځيني نور سفارتونه به هم په راتلونکو اوونيو یا میاشتو کې د استرالیا لار تعقیب کړي«.

Australische Soldaten in Afghanistan
افغانستان اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ عسکر لري - د آرشیف انځورانځور: Paul Miller/dpa/piatcure alliance

استراليا چې د افغانستان په ماموریت کې ېې په سونو عسکر درلودل او په ميلياردونو ډالر يې لګولي، اوس په دغه هیواد کې یوازې د ۸۰ په شاوخوا کې عسکر لري، چې د هغو په ايستلو سره خپل دغه ماموريت پای ته رسوي.

د استراليا صدراعظم ویلي دي چې هلته د لږ شمير استراليايي عسکرو او د يو ډير شمير امريکايي عسکرو پرته د نورو له پاره «امنيتي فضا په مخ پر ډيریدونکي توګه ناڅرګنده ده.» موريسون په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «حکومت مشوره ورکړې چې د خپلو ديپلوماتانو د دايمي حضور له پاره نه شي کولای امنيتي خدمات ترسره کړي.»

خو لا روښانه نه ده چې آيا په کابل کې د استراليا سفارت ته چې په يوه ډيره امن سیمه او د امریکا له سفارت څخه ډير لرې هم نه دی، تر اوسه کوم مشخص ګواښ متوجه شوی نه دی.

تیره میاشت، په کابل کې د امریکا سفارت هم په موقتي توګه د خپلو غير ضروري کارمندانو د وتلو امر کړی وو.

خو په رپوټ کې اضافه شوې ده چې له دې ټولو سره سره استراليايي چارواکي اوس هم په افغانستان کې له کار کولو سره علاقمندي لري.

د استراليا په ملي پوهنتون کې د نړیوال امنیت پروفیسور، جان بلاکس لند وايي: «زه نه پوهیږم چې له یوې خوا دوی ولې غواړي چې [سفارت] وتړي، او له بلې خوا وروسته له شلو کلونو پانګونې، وينې، خولې او اوښکيو تويلو بیرته ځان راوباسو. زه فکر کوم دا د خپګان ځای دی.

او د دغه هیواد صدراعظم ويلي دي چې دا یو «موقتي اقدام» دی او استرالیا له افغانستان سره د «خپلو دوو اړخیزو روابطو ادامې ته ژمن دی.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.