1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آستراليا د افغانانو د وژلو په تړاو عسکر له دندي باسي

۱۳۹۹ آذر ۶, پنجشنبه

يوې استراليايي رسنۍ ويلي چي ددغه هيواد حکومت د ځانگړو ځواکونو لسو عسکرو ته خبر ورکړی دی چي له دندي ايستل کيږي. دغه پريکړه په افغانستان کي د ملکي کسانو له وژنو سره تړلې ده.

https://p.dw.com/p/3lrfC
Afghanistan | Krieg | Australiens Sonderkräfte
انځور: Deshakalyan Chowdhury/AFP/Getty Images

د آستراليا حکومت تيره اونۍ يو خپلواک رپوټ خپور کړ چي په هغه کي يې په افغانستان کي د ۱۹ آستراليايي سرتيرو له خوا د هغوی د ماموريت پر وخت د ۳۹ نيول سوو او ملکي افغانانو د وژلو د پيښو د شواهدو په هکله خبري سوي دي.

په دغه رپوټ کي چي د نظامي قواوو د عمومي مفتش له خوا د يوه مستقل تعين سوي قاضي په مرسته ليکل سوی، له دغو ۱۹ عسکرو څخه د يوه نوم هم نه دی اخيستل سوی. دغه ۱۹ پخواني او برحاله عسکر به اوس تر احتمالي جزايي تعقيب لاندي وي.

بي بي سي رپوټ ورکړی دی چي د نوموړي رپوټ د خپريدو په نتيجه کي، لسو عسکرو ته په رسمي ډول خبر ورکړل سوی چي له وظيفې څخه ګوښه کيږي. دغي رسنۍ د سرتيرو د هويت په هکله څه نه دي ويلي، خو زياتوي چي هيڅ سرتيری په هغو ۱۹خاصو عسکرو کي نه شامليږي چي احتمالي جزايي تعقيب ته راجع سوي دي. د راپور له مخي دغه ۱۰عسکر د نوموړو پيښو شاهدان ول.

د آستراليا د دفاع وزارت په دې هکله رويترز خبري آژانس ته جواب نه دی ورکړی.

بي بي سي رپوټ ورکړی چي دغه ۱۰ عسکر ۱۴ ورځي وخت لري چي له دندي څخه د خپلو ګوښه کيدو په اړه دريځ ونيسي.

د آستراليا د دفاعي ځواکونو يوه لوړپوري چارواکي ددغه رپوټ تر خپريدو وروسته تيره اونۍ له افغانستان څخه په دې هکله بخښنه وغوښته.