1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د کرونا واکسیناسیون پیل شو

۱۳۹۹ اسفند ۵, سه‌شنبه

په افغانستان کې د کرونا واکسیناسیون په ارګ کې له ځانګړو مراسمو سره پیل شو. ولسمشر غني وویل چې کرونا په افغانستان کې ښه مدیریت شو. په افغانستان کې د هند سفیر د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر پيوستون ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/3pkbJ
Afghanistan Beginn der Impfung gegen Covid-19
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

په افغانستان کې د کرونا واکسیناسیون پروګرام نن د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۲۳ نیټه) د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې پيل شو. په دغو مراسمو کې د واکسین لومړی دوز د طلوع نیوز خبریالې انیسه شهید، ترلاسه کړ. وروسته یو داکتر او دوه تنه امنیتي ځواکونه واکسین شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې پروګرام کې روغتیایي کارکوونکي د افغانستان اتلان وبلل. هغه وویل: «شکر کوم هغه ناورين چې نړۍ یې پر پښو کيښنوله، په افغانستان کې په ښه شکل مدیریت شو. موږ وتوانیدو چې هم ناورین، هم اقتصاد او هم د حکومت ثبات او ځواب ورکونه وساتو.»

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس د فيبرورۍ میاشتې په لومړیو کې هندوستان له افغانستان سره د استرازنکا شرکت ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته وکړه او ټاکل شوې ده دغه واکسین ۲۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي.

په افغانستان کې د هند سفیر رودرندارا تاندون، په دغو مراسمو کې وویل چې د کرونا ویروس خپریدو پر نړۍ ډیر اغیزې پریښي دي چې پر اقتصادي رکود سربیره یې ډیر مالي او ځاني تاوانونه درلودل. نوموړي زیاته کړه چې دا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو شدیدې اغیزې وې.

Afghanistan Beginn der Impfung gegen Covid-19
د آرشیف انځور: افغانستان سره له هند څخه د کرونا واکسین مرستېانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د هند سفیر زیاته کړه چې نړۍ بې له پيوستون څخه نه شي کولی پر دې کړکیچ غلبه ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه چې هیواد یې د یوه ستراتیژیک شریک او د افغانستان د پخواني دوست هیواد په توګه د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دغه هیواد له روغتیاي بنسټونو سره کار وکړي.

د افغانستان د ورغتیا وزارت د شمیرو په حواله تر اوسه پورې په دغه هیواد کې تر ۵۵ زرو ډیرو کسانو د کرونا ټسټ مثبت ثبت شوی دی او تر اوسه پورې له ۲۴۰۰ ډیرو کسانو په کرونا ویروس د اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو باور دا دی چې اصلي تر دغو رسمي شمیرو په کراتو ډیر لوړ دي.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي دي چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې به د افغانستان د وګړو ۶۰ سلنه برخه د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین کړي.