1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيمروز کي کمال خان بند پرانیستل شو

۱۴۰۰ فروردین ۴, چهارشنبه

په نیمروز کې د اوبو د مدیریت تر ټولو ستره پروژه »کمال خان بند« ولسمشر غني په رسمي توګه پرانیستله. دغه بند د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د نهه میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.

https://p.dw.com/p/3r28Q
Afghanistan Eröffnung Kamal Khan Staudamm
انځور: Presidential Press Office of Afghanistan

د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غني نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتې۲۴) د نیمروز ولایت په چهار برجګ ولسوالۍ کې جوړ د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «د خدای شکر ادأ کوو چې زموږ شاوخوا اوبه دي نه سراب.»

ولسمشر غني زیاته کړه چې د کمال خان بند به نه یوازې نیمروز ولايت، بلکې ټولې سیمې ته آبادي راوګرځوي.

د کمال خان بند چې د رغونې چارې یې په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې وې ۱۶ متره لوړوالی لري او د ۵۲ میلیونه متر مکعبو اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. دغه بند د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د هلمند پر رود باندې جوړ شوی دی.

د کمال خان بند د پرانيستي مراسيم
د کمال خان بند د پرانيستي مراسيمانځور: Presidential Press Office of Afghanistan

ولسمشر غني د دغه بند د پرانیستې په مراسمو کې د انرژۍ د بدیلو سرچینو په هکله په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د لږ تر لږه ۷۰ زره میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.

ولسمشر غني وویل: «د نیمروز ۱۲۰ ورځنی باد چې نیمروزیان یې تل ځورولي دي، په تاریخ کې به په تر ټولو سترې انرژۍ بدل شي.» ولسمشر زیاته کړه چې څیړنو ښوولې چې افغانستان د لمر د بریښنا ډیر زیات ظرفیت لري او دا چې اوسمهال دوه نړیوال شرکتونه له لمریزې انرژۍ څخه د بریښنا د تولید په برخه کې مرسته کوي.

ولسمشرۍ ماڼې ویلي چې ولسمشر غني او مرستیالانو یې د کمال خان بند د پرانیستې پرمهال هغو امنیتي سرتیرو ته درناوی وکړ چې د بند د ساتنې پرمهال وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. په افغانستان کې پر دغه راز سترو پروژو خونړي بریدونه شوي او حکومت یې مسؤلیت پر طالبانو اچوي.

Afghanistan Eröffnung Kamal Khan Staudamm
کمال خان بندانځور: Presidential Press Office of Afghanistan

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دغه بند به ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او دا چې دغه بند به نهه میګاواټه بریښنا هم تولید کړي. د کمال خان بند رغنیزې چارې په لومړي ځل په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال پیل شوي خو بیا وروسته کارونه بیرته متوقف شول.

Afghanistan Eröffnung Kamal Khan Staudamm
دغه بند به ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړيانځور: Presidential Press Office of Afghanistan

د دغه بند د جوړولو وروستۍ او دریمه مرحله یې په ۲۰۱۷م کال کې د ولسمشر غني د حکومت پرمهال پیل شوې او نن دغه بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د چارواکو په خبره د کمال خان بند پر جوړولو باندې تر ۲۰۰ میلیون ډالرو زيات لګښت راغلی دی.