1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غور تولک ولسوالي تر پراخو نښتو وروسته طالبانو سقوط کړه

۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبه

په ولسي جرګه کي د غور استازی عطا محمد دهقانپور وایي، تولک ولسوالي تر یوې اونۍ سختو نښتو وروسته تیره شپه درې بجې د طالبانو لاس ته ولویده او هلته ګڼ شمیر افغان ځواکونه وژل شوې.

https://p.dw.com/p/3unfM
Afghanistan Tora Bora Soldaten
د آرشیف انځورانځور: Imago/Xinhua/R. Safi

 دهقانپور دا هم ويلي چې يو شمیر افغان ځواکونه ټپیان او یوشمیر لا درکه دي.

د غور ولایتي شورا مشر فضل الحق احسان هم مني چې د ولسوالۍ بازار ته طالبان داخل شوي، مخابراتي شبکي بندي دي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بلخوا د غور د ولایتي ادارې یوتن کارکونکي د نوم د نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې د ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی او د ولسوالۍ پر شاوخوا درنه جګړه روانه ده.

 د تولک ولسوال سلمان یوسفي وایي د تیرې شپې د نښتو په جریان کي د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر په ګډون ۲۰ تنه وژل شوې چې ډیر یې سیمیز پولیس دي او ۲۰ تنه ټپیان شوې هم دي.

بلخوا د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وایې ډیر ژر به د تولک ولسوالۍ امنیتي حالت کنټرول شي او هلته تازه دمي سرتیري لیږل کیږي.

والي وایې د تیرې شپې په نښتو کي تر شلو طالبان وژل شوې.

بلخوا طالبانو هم د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره خبر ورکړی چې تیره شپه یې د ولسوالۍ مرکز نیولی، ګڼ شمیر سرتیري یې وژلي او زیاته اندازه مهمات یې ترلاسه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د تیرې یوې اونۍ را په دې خوا دا د غور دویمه ولسوالي ده چې د طالبانو لاس ته لویږي. تر دې وړاندي د غور شهرک ولسوالۍ طالبانو سقوط کړی وه.

بل پلو د غور په ګاونډ بادغیس ولایت کي هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ د درنو نښتو خبرونه تر لاسه شوې او د بادغیس په قادس او جوند ولسوالۍ کي افغان ځواکونو ګڼ شمیر پوستي پریښې مرکز قلعه نو ته راغلې او همداشان په غور او بادغیس کي ګڼ شمیر

افغان ځواکونه په تیره یوه اونۍ کي طالبانو ته تسلیم شوي دي.

عتیق الله مطمئن ـ هرات