1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د پروني برید د قربانیانو شمیر پنځوسو ته ورسید

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون د کابل په دشت برچي سیمه کې د شوي بمي برید د قربانیانو شمیر ۵۰ ته رسیدلی. برید د سیدالشهدا د نجونو ښوونځي مخې ته شوی او وزارت وايي اکثره قربانیان يې د ۱۱ او ۱۵ کلونو تر منځ دي.

https://p.dw.com/p/3t9Zm
Afghanistan Bombenanschläge auf Schule in Kabul
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د اسوشتید پریس د يکشنبې په ورځ د می نهمه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین له قوله لیکي چې د یکشنبې ورځې برید د ټپیانو شمیر هم له سلو اوښتی دی. هغه وویل درې چاودنې د ښوونځي د دروازې په مخ کې هغه مهال شوي چې زده کوونکي له ښوونځي تر رخصتیدو وروسته د وتلو په حال کې ول.

وسلوالو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او هغه ېې غندلی دی. د طالبانو ویاند محمد نعیم پر ټويټر لیکلي دي: «موږ د کابل په دشت برچي سيمه کې نننۍ چاودنې غندو، چې په ملکي خلکو ترسره شوې او متأسفانه درانه تلفات يې اړولي دي.»

خو افغان حکومت يې پړه پر طالبانو اچولې ده. د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دغې پيښې په غندلو سره په یوه اعلامیه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) له خوا خپره شوې ويلي دي: «طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو او تاوتریخوالي زیاتولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.» په اعلاميه کې د غني له قوله زیاته شوې: «د طالبانو ډلې آن د قدر په شپو کې چې د قران عظیم الشان د نزول شپه ده، زموږ د بېګناه وطنوالو له وژلو لاس وانخیست.»

Afghanistan Kabul Anschlag
انځور: Mohammad Ismail/REUTERS

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم دغه برید غندلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې لومړنۍ چاودنه د یوه موټربم په ذریعه شوې چې ورپسې په سيمه کې دوه ځای پر ځای شوي ماینونه هم چاودلي دي. هغه وايي کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي.

د شنبې ورځې بمي حمله چې د رپوټونو پر اساس ډیری تلفات يې نجونې زده کونکي دي، يوه تر ټولو بده او خونړۍ حمله ښودل شوې ده. اوس مهال په افغانستان کې میشت وروستي امريکايي او د ناټو سازمان ځواکونه د وتلو په حال کې دي. دې سره په افغانستان کې د ناامنیو د ډيریدو په اړه د خلکو انديښنې او نيوکې زیاتې شوي دي.

په کابل کې پرونۍ بمي حملې په دشت برچي سیمه کې چې اکثریت اوسیدونکي يې شیعه مذهبه دي، شوي دي. تر دې وړاندې هم د کابل ښار شیعه ميشته سیمو په نښه شوي چې د اکثرو دا ډول بریدونو مسئولیت داعش ډلې منلی دی.

Afghanistan Bombenanschläge auf Schule in Kabul
د شنبې ورځې د بمي بریدونو مسئولیت تر اوسه هيڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستیانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

خو د شنبې ورځې د بمي بریدونو مسئولیت تر اوسه هيڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پرون تر پيښې وروسته ډیری ټپیان په کابل کې د محمد علي جناح روغتون ته ورسول شول. د دغه روغتون مخې ته داوطلب افغانان ناروغانو ته د وینې ورکولو په موخه په لیکه کې ولاړ ول. په کابل کې د جنګي پیښو د ټپيانو د عاجل روغتون یوه چارواکي ماکرو پونتين د ټپيانو په اړه وويل: «نژدې ټول يې د ۱۲ او ۲۰ کلونو تر منځ عمر درلودونکې ځوانې نجونې او ښځې دي.»

د افغانستان په پلازمينه او نورو سيمو کې په وروستیو کې د هدفي وژنو او نورو بریدونو کچه لوړه شوې ده.

یاد روغتون تر پرونۍ حملې وروسته په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د روان کال په لومړيو درو میاشتو کې د جنګي ټپيانو ارقام ۲۰ سلنه لوړ شوي دي.

اسوشتید پریس/م.ک.ص./م.ن.ص.