1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې پر ښوونځی برید، میندې د اولادونو د ارمانونو کیسې کوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

په کابل کې د تېرې ورځې برېد په ملي او نړېواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی. د غبرګونونو سربیره د هغو مېندو کيسې خورا زړه بوږنونکې دي، چې د خپلو وژل شویو اولادونو پر نیمګړو ارمانونو ورټولې وې.

https://p.dw.com/p/3tA6m
Afghanistan Eid Al-Fitr Gebete
د آرشیف انځورانځور: Aziza

نن د مۍ ۹مه د مور نړيواله ورځ ده، خو افغانستان کې یې ډيرې میندې د خپلو اولادونو د ویر په ټغر لمانځي.

د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې د جګړو سربیره، پلازمینه کابل کې تېر ماښام د یوه ښوونځي مخې ته موټر بم برید تر ۶۰ د ډېرو کسانو ژوند واخېست چې ډیر یې د ښوونځي ماشومان دي.

د دې پېښې د څو قرباني ماشومانو میندو خبریالانو ته خپل دردونه بیان کړل.

یوې غریو نېولې مور د خپلې لور د ارمانونو کیسه وکړه: «زرهاوو آرمانونه یې درلودل، خو له بده مرغه ونه توانېده چې خپلو ارمانونو ته ورسیږي.»

یوه بل مور هم د خپلې قربانې شوې لور په ویر ناسته وه او ويې ویل:«لور مې ډېر ارمانونه درلودل، همدا به یې ویل چې زه کورس ته ځم، زه درس وایم، ورته ویل مې لورې! په دې روژه کې مه ځه ستړې ستومانه به شې، خو هغې به ویل چې خیر دی سږکال ځم او درس وایم.»

Afghanistan Bombenanschläge auf Schule in Kabul
په کابل کې د تېرې ورځې برېد په ملي او نړېواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شویانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

دغه غم ځپلې مور د خپلې وژل شوې لور کیسه غځوي او زیاتوي چې لور یې په لومړیو کې ښوونکی نه درلود، خو په دې وروستیو کې یوه ښوونکي د دوو ټولګیو په یوځای کولو سره درس ورکاوه.

د دې پېښې قربانیانو پر حکومت نېوکه وکړه چې د دغه راز خونړیو پېښو په مخنیوي کې ناکام دی.

غبرګونونه

د کابل د تېرې ورځې برید په ملي او نړېواله کچه هم په سختو ټکو غندل شوی.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه برید د غندلو سربیره ویلي چې طالبان د دغسې برېدونو په ترسره کولو سره د سولې رامنځته شوی فرصت سبوتاژ کوي.

په دې اړه د آرګ په یوه اعلامیه کې راغلي:

«د طالبانو ډلې آن د قدر په شپو کې چې د قران عظیم الشان د نزول شپه ده، زموږ د بې ګناه وطنوالو له وژلو لاس وانخیست، دغه وحشي ډله چې د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د جنګ په ډګر کې د مقابلې توان نه لري، په بې رحمانه توګه عام المنفعه ځایونه او د نجونو ښوونځي هدف ګرځوي.»

ولسمشر غني د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د اعلامیې په ټکو د طالبانو دغه ډول بريدونه بې ځوابه پرېنږدي.

خو طالبانو بیا په دغه برید کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړي.

Bildkombo Afghanistan l Taliban, Joe Biden und Ghani
غني د برید پړه پر طالبانو اچولې، امریکا دغه برید غندلی خو طالبان وايی چې دوی په کې لاس نه لري

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «موږ د کابل په دشت برچي سيمه کې چاودنې غندو، چې په ملکي خلکو ترسره شوې او متأسفانه درانه تلفات يې اړولي دي، داسې کړنې د هغو منحوسو کړيو کار دی چې د کابل ادارې تر وزرو او استخباراتي پوښښ لاندې د داعش په نوم فعاليت کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ښکاره د دې پېښې مسؤلیت هیڅ وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.

د غبرګونونو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر درولو غوښتنه شوې.

ملګرو ملتونو هم دا برید غندلی او دا یې پر ولسونو ظلم بللی دی.

د یوناما په اعلامیه کې په دې اړه راغلي: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د کابل په دشت برچي کې د ننۍ چاودنو په اړه خپله ژوره کرکه په ډاګه کوي او دا يو وحشت بولي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسیف دې پېښې ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې پر ماشومانو برید د زغملو نه دی.

اسماعیل شاکر – کابل