1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د ۱۱ ماشومانو مور ښځینه پولیسه په ډزو ووژل سو

۱۳۹۹ آبان ۴, یکشنبه

د يکشنبې په سهار د کندهار ښار په نهمه ناحیه کي يوه ښځينه پوليسه و کار ته پر لاره په ډزو ووژل سوه.

https://p.dw.com/p/3kPWy
Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

د کندهار ښار پر يوې ښځينه پوليسي د يکشنبې ورځي (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۲۵مه)  په سهار د موټرسايکل سپرو کسانو له خوا وسله وال بريد وسو. د فرشتي په نوم دغه مېرمنه د بريد سره ځای پر ځای ووژل سوه. پېښه د کندهار د نهمي ناحيې د نازک کوټۍ په سيمه کي هغه وخت رامنځته سوه، لکه چي دغه مېرمنه خپل کار ته په لاري وه او ورباندي ډزي وسوې.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي المان ږغ دویچه ویله ته وویل، وژل سوي پولیسي په کندهار لوی محبس کی دنده درلوده. د هغه په وينا دغه مېرمنه د ۱۱ کوچنیانو مور وه.

د دغې مېرمنې د کورنۍ په وينا هغه  له تیرو څو ورځو راهیسي کار ته د تګ پرمهال د مخ پټو موټرسایکل سپرو لخوا څارل کېده. د دې ورور رسنیو ته ویلي، چي له دې څارني يې دوی خبر کړي وو، «مګر نو چاره څه وه باید دندي ته پر وخت تللې وای.»

که څه هم د کندهار امنیتي مسؤلین د دې پيښي پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي، خو تر اوسه دی ادي پيښي د مسؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي.

په کندهارکي عام خلک او د ښځو د حقونو پلویانو د ښځو وژل غندي او وايي، په هیڅ کتاب کي د بې ګناه ښځو وژل روا کار نه دی.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

دلته د کندهار ښار د قرنطين د وخت؛ انځوريز البوم کتلی سئ: