1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: طالبان دي د ولس غېږي ته راسي

۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبه

ولسمشر محمد اشرف ننگرهار ته سفر کړی، او هلته يې له عامو خلکو سره په غونډه کې پر سوله غوښتلو ټينگار کړی دی. غني نن سهار دغه ولايت ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ndK5
Aschraf Ghani
د آرشيف انځورانځور: Reuters/M. Ismail

ولسمشر دغه سفر کې یوې لویې ولسي غونډې کې د ګډون تر څنګ د ننګرهار له چارواکیو او د ټولنې له مختلفو اقشارو سره لیده کاته وکړل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.

محمد اشرف غني ولسي غونډې ته په خبرو کې د سولې موضوع ته په اشارې وویل، د مثبتې سولې غوښتونکي او د جمهوریت ساتونکي دی.

هغه وویل، که طالبان له جګړې ووځي، غېږ به ورکړي: »طالبان دې راشي د ولس غېږې ته. که دوی له جګړې ووځي، موږ حاضر یوو، چې په تمامه مانا یې غېږ کې واخلو. اما دوی دې هم یو واقعیت ومني، چې افغانستان اوس د نولس کاله مخکینی افغانستان نه دی.«

د اصلاحاتو، فساد، ستونزو او غوښتنو ته د حکومت نه رسېدنې په برخه کې د خلکو خبرو ته په ځواب کې ولسمشر له ننګرهار والي څخه د یوې میاشتې په موده کې د اصلاحاتو طرحه وغوښتله او د تطبیق له پاره یې هم یوه میاشت وخت وغوښت.

ولسمشر غني ومنله چې د پوهنې په برخه کې له ننګرهار سره زیاتی شوی او د همدې زیاتي جبران له پاره یې سملاسي د ښوونکیو د څلور زره بستونو ورکولو ژمنه وکړه.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم تر ډېره د سولې او طالبانو سره د خبرو پر موضوع وغږېد او ویې ویل چې که د سولې خبرې هر څومره اوږدېږي، لامل به یې طالبان وي، ځکه په خبره یې، حکومت هره شېبه د اوربند غوښتونکی دی، خو له مقابل اړخه ځواب نه ورکول کېږي.

صالح زیاته کړه، د سولي په پروسه کې له جمهوریت او ټاکنو پرته بل شرط نه لري او زياته يې کړه چې ټاکنې دې اساس وګرځول شي، که څوک یې ګټي، د وطن او نظام زعامت دې واخلي: »زموږ یوازنی شرط دادی چې انتخابات دې اساسي بنسټ وګرځي. که هر څوک د انتخاباتو له لارې قدرت وګټي، لومړي کسان به موږ یوو چې مبارکي به ورکوو. هغوی له ټاکنو ویرېږي. له دې خاطره ډارېږي چې له ټوپک او وژنو پرته یې بل څه نه دي کړي.«

امرالله صالح وویل، طالبان د جنګ مشروعیت نه لري او دغه راز یاده ډله د حکومت له دې خبرې د تېښتې هڅه کوي چې د سولې خبرو اساس دې له امریکا سره د هوکړې پر ځای اسلامي شرعیت وي.

په دغه غونډه کې د ولس استازو او ننګرهار والي د یو شمېر پروژو د پلي کېدو او تېرو ژمنو د عملي کولو یادونه وکړه؛ خو تر ټولو د ننګرهار د ولایتي شورا مخکینی غړی ذبېح الله زمری سپین وغږېد.

نوموړي ادارو او پروژو کې د فساد، د تشکیل کموالي، د تېرو ژمنو نه عملي کول، د برېښنا نه شتوالی او په ټوله کې د حکومتي مشرانو له ناسم برخورد، کمکارۍ او د حکومت له ناانډولۍ، په کابینې کې د وزیرانو نشتوالی او د ناکامورا د قاتلینو د نه پيداکېدو په اړه ولسمشر ته یادونه وکړه.

هغه وويل: »ننګرهار ته تاسې درې کاله مخکې راغلي واست، د سولري برېښنا پرانيسته مو وکړه، تر ننه پکې یو مېخ نه دی ټک وهل شوی. زه وزیرانو ته حیران یم، د زربستریز روغتون څنګه ډیزاین یې کړی، باید موږ ته اوه کاله مخکې تسلیم شوی وای، تعمیر یې شپږ سوه بستره شوی، خو موږ باید یو شپاړس کاله نور انتظار وباسو، چې دا مجهز شي.«

ولسمشر په ننګرهار کې له خبریالانو او مدني ټولنو سره هم لیدلي دي.

په خپله ټاکنیزه دویمه دوره کې دا د ولسمشر محمد اشرف غني دريم ځل دی، چې ننګرهار ته ځي؛ خو تر ډېره عام فکر دادی چې دغه سفرونه نمایشي او تر ډېره بې ګټې دي.