1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګمرکي همکاریو تړون

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

افغانستان او پاکستان د ترانزیټي او سوداګریزو ستونزو د هوارۍ په موخه د ګمرکي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/3lV8u
Pakistan Afghanistan Nachschubroute für NATO geöffnet Grenze
انځور: Reuters

د افغانستان د سوداگرۍ او صنعت وزارت وايي چې دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د ګمرکي مالوماتو د راکړي ورکړي تړون دی چې د مالیې وزارت د ګمرکونو رئیس خلیل صالح زاده او د پاکستان د ګمرکونو بورډ غړي سید محمد هدا پرې لاسلیکونه وکړل.

ددغه هوکړه لیک پربنسټ، د سوداګریزو او ترانزیټي توکو تر بارولو وړاندې به د دواړو هيوادونو سوداګرو له پاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کیږي.

د سوداګری وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي: «ددې هوکړې له مخې ټاکل شوي ګمرک ته تر رسېدو دمخه به د کارګو په اړه معلومات شریک کیږي، د ارقامو او ګمرکي معلوماتو شریکول، د ګمرکي تجربو په اړه د دواړو لورو د معلوماتو شریکول او ظرفیت لوړونه هم ددغه هوکړه لیک برخه ده.»

هاخوا په کابل کې د پاکستان سفارت یوې ویناپاڼې د لومړي وزیر د سلاکار عبدالرزاق داوود له قوله لیکلي چې اوس د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نوی پړاؤ پیل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګمرکي همکاریو تړون له لاسلیک څخه هرکلی وکړ.

ددې خونې مرستیال ادریس مومند دویچه ویله ته وویل: «دغه تړون د صادراتو، وارداتو او هم د ترانزیټ له پاره ډیرې اسانتیاوې رامنځته کوي، د بیلګې په توګه زموږ د ان وایس بیې هغوی ته ثابتې معلومیږي کله چې سوداګریز توکې حرکت وکړي هلته یې د اسنادو د سمون په برخه کې ډیرې ستونزې نه پيښیږي او کله چې له کراچۍ څخه زموږ ترانزیټ مالونه حرکت کوي نو په هغو کې د جعلکارۍ مخه نېول کیږي.»

هاخوا د افغانستان د میوې مارکیټ مشر اخترمحمد احمدي ددغه هوکړه لیک لاسلیک ته په دې شرط هیله من دی چې په سمه توګه پلی شي.

احمدي دویچه ویله ته وویل، دواړه هيوادونه باید په تړون کې شوې ژمنې عملي کړي، چې دا بیا د دواړو هېوادونه په ګټه تمامیږي: «موږ کلونه کیږي چې هوکړه لیکونه لاسلیکوو خو عملی اړخ نه نیسي، هیله من یم چې زموږ دغه هوکړه لیک عملي شي.»

ده زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان دوه هغه ګاونډې هيوادونه دي چې یو او بل له پاره غوره سوداګریز مارکیټونه بلل کیږي.

د پاکستان پر ژمنو شک

خو د چارو یوشمېر کتونکي بیا د پاکستان پر ژمنو باور نه لري. د پوهنتون استاد قیس محمدي دویچه ویله ته وویل، پاکستان هغه هيواد دی چې په سیمه کې تړونونو او هوکړه لیکونو ته ډیر ارزښت نه ورکوي.

دغه اقتصادي شنونکی شک څرګندوي چې د ګمرکي همکاریو په دغه تړون کې به هم پاکستان ډیره ګټه ترلاسه کوي، ځکه هغوی غواړي چې افغانستان ته خپل صادرات ډیر کړي.

«په شعوري ډول زموږ کاروبار ته خنډونه جوړيږي»

د بیلټي شرکتونو ثبتول

افغانستان او پاکستان داسې مهال د ګمرکي همکاریو تړون لاسلیکوي چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح تازه اعلان کړی چې تردې وروسته د بیلټی هیڅ شرکت له جواز پرته فعالیت نه شي کولای.

صالح پر خپله فیسبوک پاڼه په دې اړه لیکلي چې په کابل کې د ۹۴ بیلټي شرکتونو فعالیت تثبیت شوی.

ده زیاته کړې: «نن له دغو شرکتونو وغوښتل شول چې په بیړه په ماليې وزارت کې ځانونه ثبت کړي او د مالیه ورکونکو په چوکاټ کې شامل شي.»

بیلټي یا د توکو لیږد هغه شرکتونه دي چې توکي له یوه ښاره بل ته لېږدوي او د مالونو ددغه ډول لیږد رالیږد دود د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیر دی.

امرالله صالح وایي دغه شرکتونه د خپلې کاري سابقې له مخې مالونه د پلټنې له پاره نه خلاصوي: «تروریستانو له دې خلا څخه په وار وار ګټه پورته کړې او ممنوعه مواد يې له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي دي.»

صالح زیاته کړې چې تردې وروسته د بیلټي شرکتونه باید د توکو لیږد پرمهال د هر بار له پاره”بارپاڼه "یا "بارنامه”هم ولري.

اقتصادي شنونکي شعیب رحیم د حکومت له دغه اعلان څخه د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه چې په دې سره به د دواړو هيوادونو ترمنځ ناقانونه سوداګري هم یو څه کمه شي.

رحیم دویچه ویله ته وویل چې د بیلټۍ شرکتونو د مالونو په لېږد رالیږد کې د ممنوعه توکو د لېږد سربیره ان ځیني وختونه د انساني قاچاق رپوټونه هم ورکړل شوي: «بیلټی ډیر پخوانی سیستم دی چې د مالونو د لېږد رالیږد په برخه کې کار کوي چې پر هغوی باندې کنترول او نظارت نه شته.»

پاکستان او افغانستان داسې مهال د خپل منځي سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پياوړتیا هڅې کوي چې ټاکل شوې سبا د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راشي.

کابل کې د نوموړي راتګ ته ټینګ تدبیرونه نېول شوي او د هغه د سفر په اجنډا کې د سیاسي او سولې موضوعاتو سربیره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پياوړتیا هم ښودل شوې.

اسماعیل شاکر – کابل

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب