1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دانش: د مصالحې شورا په طرحه کې حکومت ته «توهين» شوی

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال، سرور دانش د ملي مصالحې عالي شورا پر توحيد شوې طرحې سختې نيوکې کړي چې په وینا يې حکومت ته پکې «توهين» شوی دی. دانش ويلي دي چې «په دغه طرحه کې يوازې د یوه ګوند نظريات مطرحه شوي دي.»

https://p.dw.com/p/3rvPZ
Afghanistan l Zweiter Vizepräsident Sarwar Danish
انځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture-alliance

د افغانستان د ملي مصالحې عالې شورا تخنيکي ډلې د حمل مياشتې پر ۲۲مه د «سولې تړون» په نوم خپله توحيد شوې طرحه وړاندې کړه. د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش پر دغې طرحې سختې نيوکې کړي دي او ويلي دي چې په «دغې طرحه کې د جمهور رئيس او د افغانستان حکومت له طرحې سره «توهين آميزه» چلن شوی او په اړه يې هيڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی.»

هغه زیاتوي چې په توحید شوې طرحه کې د افغانستان حکومت د طرحې يوازې یو مختصر نوملړ ته اشاره شوې او نور يې ذکر نه دی شوی.

دانش پر فیسبوک ليکلي دي چې فیصله داسې وه چې د مصالحې شورا تخنيکي ډله د ټولو خواو د توحيد شوو نظرونه په رڼا کې دغه طرحه جوړه کړي چې هغه شان نه دي شوي. هغه په دې اړه په اتو مادو کې خپل نظرونه بيان کړي او ويلي دي چې په دغه طرحه کې د «انتقال دورې او د افغانستان د راتلونکي نظام له پاره څو انتخابونه وړاندې شوي خو پر دغو انتخابونو باندې ارزونې نه دي شوي چې کوم انتخاب څه ګټې او څه زيانونه لري.»

سرور دانش وايي چې د انتقالي دورې يا د افغانستان د راتونکې له پاره د پارلماني يا صدارتي نظام نظريه يوازې د يوه ګوند نظر دی چې نه بايد هغه د «جمهوریت جبهې او د ټولو ګوندونو او اقوامو د نظر په توګه وښودل شي.»

Afghanistan-Friedensplan fertiggestellt Friedenskonferenz
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا تر يوې اونۍ بحثونو وروسته، د شنبې په ورځ خپله توحيد شوې طرحه چمتو کړهانځور: Presseabteilung des Hohen Friedensrates

په وینا يې په افغانستان کې اوس مهال د بشپړ پارلماني نظام له پاره شرایط مساعد نه دي او دغه ډول نظام تر دې مخکې هم کامیاب نه دی ثابت شوی.

ولسشمر غني د لويې جرګې د جوړيدو غوښتونکی شو

دوهم مرستيال چې په دې اړه يې خپل نظر هم بیان کړی په یوه ځای کې د افغانستان منتخب ولسمشر ته د څلورو مرستيالانو خبره کړې چې په هغو کې يوه يې ښځه وي. هغه ويلي چې دغه مرستيالان بايد د افغانستان د څلورو قومونو څخه وي چې پخپله به د ولسمشر قوم څخه په هغو کې نه وي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا تر يوې اونۍ بحثونو وروسته، د شنبې په ورځ خپله توحيد شوې طرحه چمتو کړه چې ډ‌ير ژر به د مصالحې عالي شورا په غونډه کې تائيد شي.

د يادې شورا ویاند، فریدون خوزون په دې اړه ويلي ول: «تر تصويب وروسته به دا د افغانستان د اسلامي جمهوري سند وي چې د ترکيې په غونډه کې به وړاندې کیږي.»

د پلان له مخې په استانبول کې د افغانستان د سولې کنفرانس د اپريل مياشتي پر ۱۶مه پيليږي، خو طالبانو اوس ويلي دي چې دوی چمتو نه دي په دغه کنفراس کې ګډون وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعيم رسنيو ته په يوه استول شوي پيغام کې ويلي دي: «د استانبول د اپريل ۱۶مې نيټې په کنفرانس کې د ګډون په اړه د افغانستان د اسلامي امارت موقف دا دی چې په دغې نېټه موږ ګډون نه شو کولی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د يکشنبې په ورځ په کوهدامن کې د جمهوريت په ملاتړ د ځايي خلکو په يوه غونډه کې وويل چې د استانبول کنفرانس په اجندا کې يوه په نظر کې نيول شوې تر ټولو مهمه موضوع د اوربند ده. هغه ويلي ول چې «طالبان باید د افغانستان د خلکو ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره اوربند ومني.»