1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محب: امنيتي ځواکونه شمالي ولایتونو کې متقابل بريدونه پيلوي

۱۴۰۰ تیر ۱۴, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار، حمدالله محب ويلي دي چې په پلان کې ده د دغه هيواد په شمالي ولایتونو کې په هغو سيمو کې ځوابي بريدونه پيل کړي چې په دې وروستيو کې طالبانو نيولي دي.

https://p.dw.com/p/3w1yi
Afghanistan Kabul Nationaler Sicherheitsberater Hamdullah Mohib
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ولسمشر غني د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د روسيې خبري آژآنس ((RIA سره په مرکه کې ويلي دي چې افغان امنيتي ځواکونو د دې تمه نه درلوده چې طالبان به پر هغوی حملې کوي. د محب له قوله زیاته شوې ده چې افغان امنيتي ځواکونه به «واقعا او خامخا» خپله مبارزه کوي.

محب ويلي دي: »د امريکايي او بهرنيو ځواکونو په وتلو سره طالبانو پريکړه کړې چې له دغي تشي څخه استفاده وکړي او بې له خبرداري څخه يې بريدونه پيل کړي دي چې دې کار افغان امنيتي ځواکونه غافلګيره کړي، موږ د سولي تمه لره، نه د جنګ.«

د محب په خبره: »افغانان غواړي آزاد و اوسي او هغوی غواړي طالبان د دولت په چوکاټ کي وويني، خو افغانان دا نه غواړي چي طالبان پر ټول افغانستان حاکم وي او د افغانانانو د ژوند کولو څرنګوالی وټاکي.«

په عین وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په سلونو تازه دمي ځواکونه د بدخشان مرکز فیض آباد ښار ته رسيدلي دي.

د دغه وزارت ویاند فواد امان د دوشنبې ورځې په سهار پر خپل ټيوټر لیکلي دي: «د فیض آباد ښار شاوخوا ډيرې سيمې د تروریستانو له شتونه پاکې شوې.» هغه زیاته کړې ده چې دغه سيمې د افغان امنیتي ځواکونو د تیرې شپې د ځمکني او هوايي عملياتونو په نتيجه کې پاکې شوي دي. امان ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې د «ازبکستاني، چيچني او پاکستاني تروریستانو په شمول» يو شمیر طالبان وژل شوي دي.

له کله نه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دی، وسله والو طالبانو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي. د دغو جګړو په جریان کې طالبانو په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې يو شمیر ولسوالۍ نيولي دي.

د دغې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د بدخشان میامي ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لويدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د دغو جګړو پر مهال د ګڼو کورنيو د بې ځایه کیدو رپوټونه هم ورکړل سوي دي.