1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغو ملايانو ته خبرداری چي د عسکرو د جنازې له لمانځه ډډه کوي

۱۳۹۹ آذر ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت د مسجدونو هغو امامانو ته د مجازاتو خبرداری ورکړی چې د افغان سرتيرو د جنازې له لمانځه څخه ډډه کوي. طالبان وايي دوی هيڅ داسي حکم نه دی کړی چې امامان دې د عسکرو د جنازو لمونځ نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3mrWE
Afghanistan Gedenkveranstaltung für 21 getötete Soldaten in Konar
انځور: Hussain Sirat

په اسلام کې وضاحت ورکړل شوی چې د مړه شوي کس يو حق پر ژونديو انسانانو د هغه د جنازې لمونځ او تکفين دی. د مسجدونو امامان او خطیبان يا په ټوله کې ديني عالمان په معمول ډول د مړي تر ښخولو دمخه د هغه د جنازې لمونځ ادا کوي. په اسلام کې د جنازې د لمانځه حکم «کفايي فرض» دی. په دې معنی که يو شمیر خلک د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړي د نورو غاړي پرې خلاصيږي.

خو ويل کيږي چې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د مسجدونو ځیني امامان د افغان سرتيرو او امنيتي او دفاعي ځواکونو د جنازې له لمانځه ورکولو څخه ډډه کوي. د دوی دغه اقدام تر ډيره د طالبانو له ګواښونو څخه په امان کې پاتېدل ارزول کيږي.

په عين وخت کې ځيني افغان ديني عالمان ټينګار کوي چې د امنيتي ځواکونو په ګډون د هيڅ مسلمان د جنازې له لمانځه ورکولو څخه ډډه، شرعي توجيه نه لري.

د معارف او اسلامي کلتور د چارو کارپوه، مولوي فریدالله اظهری وايي چې د جنازې د لمانځه حکم «فرض کفايي» دی، خو له هغه څخه ډډه کول کیدای شي نور کسان ګناه کار کړي.

احمدالله واثق وايي چې طالبانو په دې برخه کې امامان آزاد پريښودلي او د دوی تصمیم، له مذهبي احکامو څخه د دوې د خپلې شخصې عقيدې پر اساس دی. د طالبانو د کلتوري چارو دغه مسئول وايي: «زموږ له نظره ځينې بانفوذه افراد، دیني عالمان او قومي مشران کولای شي د هغو کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون و نه کړي تر څو د هغو افرادو له پاره چې بد اعمال (...) ترسره کوي پند شي.

د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت تازه خبرداری ورکوي، چې که چيرې په دغه وزارت پورې اړوند ملا امامان د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د جنازې له لمانځه څخه ډډه وکړي، له دندو به ګوښه شي.

Afghanistan Gedenkveranstaltung für 21 getötete Soldaten in Konar
افغان امنيتي ځواکونه د خپلو ملګرو جنازې انتقالوي انځور: Hussain Sirat

د دغه وزارت د معلوماتو او عامه اړيکو رياست سرپرست، فضل محمد حسيني، دویچه ويله ته وويل: «موږ هيڅ ديني عالم او د مسجد امام ته چې د دغه وزارت اړوند وي، اجازه نه ورکوو چې د اسلام د ارزښتونو خلاف کار ترسره کړي.»

حسيني که څه هم نه مني چې د دغه وزارت اړوند امامان د افغان سرتيرو، امنتي او دفاعي ځواکونو له جنازو څخه ډډه کوي، خو ټينګار کوي چې د دا ډول مواردو د شتون په صورت کې به نه يوازې دا ډول امامان له دندې ګوښه شي، بلکې عدلي او قضايي ارګانونو ته به هم معرفي کيږي. هغه زیاته کړه: «د دغه ډول افرادو حقوقي موضوع به څارونوالۍ او محکمې ته استول کيږي، تر څو يې قضيه له حقوقي لحاظه هلته مخ ته يووړل شي.»

په وروستيو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو د جنازو په مراسمو کې د ډيرو خلکو د نه ګډون مسئله، د دې سبب شوه چې د افغانستان د ديني عالمانو شورا هم په دې برخه کې خپل غبرګون وښيي. د دغې شورا ځينو غړو چې څو کاله مخکې يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ليدلي ول، د ېوې اعلامېې په خپرولو سره ويلي وو: «له بده مرغه ځيني خلک د دښمنانو د منفي تبليغاتو تر اغيز لاندې راغلي او دوی د هيواد په ځينو سيمو کې د وسله والو مخالفانو له ويرې، د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنيت ځواکونو د جنازو په مراسمو کې لږ گډون کوي. په همدې اساس د افغانستان د ديني عالمانو سرتاسري شورا له افغانانو څخه غواړي چې په ډيرې ليوالتيا سره د يادو شهيدانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي او د دښمن د مغرضانه تبلیغاتو تر اغيز لاندې را نه شي.»

دغو عالمانو همدارنګه له رسنيو څخه هم غوښتي ول چې په خپلو رپوټونو کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانيانو ته د «شهيد» کليمه وکاروي.

 دویچه وله د/م.ک.ص./ن.ز