1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه غواړي د کابل هوايي ډګر چاري پر غاړه واخلي

۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

ترکيې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر د امنيت ساتلو وړاندېز کړی دی. امريکا د ترکيې د دغه وړانديز هرکلی کړی دي.

https://p.dw.com/p/3ubBe
Afghanistan Rückkehr abgelehnter Asylbewerber aus Deutschland
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ترکيې چارواکي وايي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، انقرې په می میاشت کې د ناټو يوې غونډې ته يو پروپوزل وړاندې کړ. ترکيه وايي دغه پروپوزل يې وروسته له هغې وړاندې کړ چې امریکا او د هغه متحدان د روان کال د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو په وتلو توافق وکړ.

رويټرز خبري آژانس د یوه ترکي چارواکي له قوله ليکلي دي چې د ترکيې او امریکا متحده ایالاتو چارواکي د یوه ماموريت پر ممکنه شرایطو غږيدلي دي، چې واشنګتن د هغو پر ځینو مواردو باندې موافقه هم کړې ده.

ترکي چارواکي په دې اړه ويلي دي: «له افغانستان څخه د امريکا د وتلو له پريکړي سره سم ترکيې د کابل د هوايي ډګر د ډاډمن امنیت له پاره وړانديز کړی دی. په دې اړه له ناټو او امریکا متحده ایالاتو سره بحثونه ادامه لري.»

Afghanistan Flughafen in Kabul
په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګرانځور: Getty Images/AFP/D. Faget

تمه ده چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د نړیوالو پروازونو د امنيت ساتلو په برخه کې د ترکيې رول به د انقرې او لويديځ ترمنځ د مناسباتو په ښه کیدو کې هم مرسته وکړي. د ترکيې او لويديځ ترمنځ مناسبات وروسته له هغې خراب شول چې ترکيې له روسيې څخه دافع هوا سیستم رانیو.

دغه راز د ترکيې له خوا د مديترانې په اوبو کې د ګازو د استخراج موضوع هم د ترکيې او اروپايي هیوادونو تر منځ د اختلافاتو سبب شوه.

د ترکيې دفاع وزير هولوسي اکار، د دوشنبې په ورځ وویل چې د انقرې وړانديز د هغوی د متحدانو په ملاتړ پورې تړلی دی.

اکارا په دې اړه ويلي دي: «موږ غواړو چې شرایطو ته په کتو په افغانستان کې پاتې شو. زموږ شرایط څه دي؟ شرايط مو سیاسي، مالي او لوژستيکي ملاتړ دی. که چیري دا آماده شي، موږ کولای شو په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې پاتې شو.»

امریکايي چارواکو چې د نوم له ښودلو څخه ېې ډډه کړې، د ترکيې د دغه پروپوزل هرکلی کړی دی، خو ترکيې د دغه ماموريت له پاره د امریکا متحده ایالاتو د زیات «ملاتړ» غوښتنه کړې ده.

Flagge Türkei und EU
ترکيې ويلي چې د کابل هوايي ډګر د مسئوليت په اړه د انقرې وړانديز، د هغوی د متحدانو په ملاتړ پورې تړلی دی انځور: Imago/F. Sorge

خو دغو امریکايي چارواکو د امریکا او ترکيې تر منځ اختلافاتو ته په کتو، د ترکيې په اړه يو لړ انديښنو ته هم اشاره کړې، خو ويلي يې دي چې واشنګتن به د حل یوه لاره پيدا کړي.

د ناټو مشران به په دې اړه د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي. دغه غونډه چې د دوشنبې په ورځ به وي، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن به هم پکې يو له بل سره وګوري. دا به له هغه وخته چې جو بایدن د امریکا ولسمشر شوی دی، له اردوغان سره د هغه لومړۍ کتنه وي.

رويټرز خبري آژانس د خپل رپوټ په پای کې ليکلي دي چې په دې اړه د افغان حکومت او طالبانو د نظر په اخیستلو بریالي شوي نه دي. له بل لوري دا هم تر اوسه روښانه نه ده چې آیا طالبان به د ترکيې له دغه ماموريت سره توافق وکړي او که نه.

رويټرز/م.ک.ص./ن.ز.