1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او ترکمنستان درې سترې اقتصادي پروژې پرانیستلې

۱۳۹۹ دی ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، د بریښنا صادرات او دواړه هیوادونه د نوري فایبر له لارې هم وصل شول. دغه پروژې د کرونا وبا له کبله د ویډیو کنفرانس له لارې د دواړو هیوادونو د مشرانو له لوري پرانیستل شوې.

https://p.dw.com/p/3ntdi
Turkmenistan Einweihung Eisenbahnstrecke nach Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/I. Sasin

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جنورۍ ۱۴مه) د يوه ویډیو کنفرانس له لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دریو سترو اقتصادي پروژو د پرانستنې په مراسمو کې ګډون وکړ. په دغو پروژو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړیدل، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د بریښنا انتقال او همدا راز د نوري فایبر وصل کیدل شامل ول.

په دغو مراسمو کې د افغانستان ولسمشر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې دغه پروژې به په سیمه کې اقتصادي وضعیت بدل کړي. غني وویل: «د اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او نورې لویې پروژې لکه پاکستان ته د برښنا لیږد (تاپ) او هند او پاکستان ته د ګاز لیږد (تاپي) او د فایبر آپټیک شبکه چې سویلي آسیا د ځمکې له لارې له اروپا او نورې نړۍ سره نښلوي د افغانانو په ژوند کې به غوره بدلونونه راولي او په سیمه کې به وضعیت ښه کړي.»

Afghanistan - TAPI - Pipelineprojekt in Herat
انځور: DW/S. Tanka Shokran

په دغو پروژو کې له ترکمنستان څخه د اقیني بندر له لارې او بیا په لومړي پړاو کې شبرغان ښار ته د ۵۰۰ کیلواټه بریښنا انتقال هم شامل دي. ټاکل شوې چې په بل پړاو کې به دغه بریښنا تر مزار شریف ښاره پورې هم وغزول شي او د نورو تخنیکي چارو په بشپړیدو سره ټاکل شوې چې له ترکمنستان څخه به بریښنا ان پلازمیني کابل ته هم وصل شي.

سربیره پر دې، له اقینې څخه اندخوی ته د ۳۰ کیلومتره اورګاډي پټلۍ هم په دې پروژو کې پرانیستل شوې ده. دغه راز له ترکمنستان څخه د افغان بیسیم د مخابراتي شرکت په خصوصي پانګونې د نوري فایبر بله پروژه وه چې نن یې رسماً پرانیستنه وشوه.

Turkmenistan Einweihung Eisenbahnstrecke nach Afghanistan
انځور: Reuters/M. Gurt

افغان چارواکي وايي چې د نوري فایبر د دې پروژې په وصلیدو سره به په هیواد کې د انترنت په بیو کې کمښت راشي او کیفیت به یې هم لوړ شي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بردي محمدوف هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود او د یادو اقتصادي پروژو پرانیستل یې د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله او دغه پروژې یې د سیمې له پاره ډیرې مهمې وګڼلې.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغانستان له ایران سره هم د اورګاډي پټلۍ افتتاح کړه. افغان چارواکو ویلي ول چې دغه پروژه به د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لا ډیره کړي او له دې لارې به له مرکزي آسیا سره هم اقتصادي اړیکي لا پسې پیاوړي شي.