1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پېنتاګون: وروستیو بریدونو د ځواکونو پر وتلو اغیز نه دی لرلی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې د تيرې شنبې او يکشنبې ورځو په جریان کې شوي بریدونو له دغه هیواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر کوم مهم اغیز نه دی لرلی.

https://p.dw.com/p/3svO3
Nato Truppen verlassen Afghanistan
انځور: Vyacheslav Oseledkov/AFP/Getty Images

د پېنتاګون ویاند جان کربي، خبریالانو ته وویل: «کوم  واړه مزاحمت رامنځ ته کوونکي بریدونه چې موږ د اوونۍ د پای په جریان کې ولیدل، په یقین سره هغه زموږ پر خلکو او یا زموږ پر منابعو او اډو باندې کوم مهم اغیز نه درلود.»

د طالبانو او امریکا متحده ايالاتو تر منځ د تیرکال په فبروري میاشت کې د شوې هوکړې له مخې په افغانستان کې مستقر ټول امريکايي ځواکونه باید د روان کال د می میاشتې تر لومړۍ نيټې پورې وتلي وای خو د امريکا ولسمشر جو بایدن دغه نيټه د سپتمر تر ۱۱مې وغځوله.

په افغانستان کې د امريکايي قواوو عمومي قوماندان د شنبې په ورځ وويل چې دا به د طالبانو یوه تیروتنه وي چې په بهرنیو ځواکونو چې لا هم په افغانستان کې دي، بریدونه وکړي.

د پنټاګون ویاند او په افغانستان کې د امريکايي قواوو قوماندان جنرال سکات ميلر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د کندهار پر هوايي اډې «غیر مستقيم بريدونه» وشول. دغو بریدونو کوم ځاني او مالي زیان نه وو اړولی. طالبانو دغې پوښتنې ته چې آيا دوی په دغې پیښه کې لاس درلود يا نه، څه نه دي ويلي.

Pentagon I John Kirby
د پينټاګون ویاند، جان کربيانځور: Alex Brandon/AP/picture alliance

خو د طالبانو یوه ویاند ذبيح الله مجاهد درې ورځې مخکې ويلي وو، دا چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو موده د می میاشتې له لومړنۍ څخه غځول شوې، له هوکړې څخه سرغړونه ده. هغه د تویتر په یوه اعلامیه کې ویلي وو: «دغې سرغړونې اصولا« دوی ته د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د »هر ډول مناسب اقدام کولو لاره خلاصه کړې.» مجاهد د دې په دوام په يو بل ټويټ کې زياته کړې چې د دوی جنګیالي اوس په دې برخه کې د طالبانو د رهبرۍ تصمیم ته انتظار باسي.

بل خوا افغان چارواکي وايي چې پر افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو بریدونه ادامه لري. د فراه ولايت ځايي چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د طالبانو په يوه برید کې لږ تر لږه ۷ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

رويټرز په پای کې زیاتوی چې د وروستيو اوونيو په جریان کې د افغان امنيتي ځواکونو پر ضد بريدونو زور اخیستي چې په ترڅ کې يې د دغو ځواکونو څه باندې سل تنه وژل شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت هم د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو ۱۸۱ جنګیالي وژل شوي دي.

رويترز/م.ک.ص./ن.ز.