1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د دوغارون سرحد له لاري ايران ته تګ راتګ وځنډید

۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبه

ايراني چارواکو ويلي دي چي د کرونا دعالي ادارې د پرېکړې او اړوندو واليانو او ارګانونوته د اعلان له مخي، د دوغارون بندر له لارې ايران ته د حج او سياحت د ويزو لرونکو افغان مسافرو پر راتګ د ۱۵ ورځو له پاره بنديز ولګید.

https://p.dw.com/p/44zO0
Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Majid Asgaripour/WANA/REUTERS

د ايران په خراسان رضوي ولایت کي د تابیاد د روغتیا او درملني د څانګي مدیر، د دسمبر پر ۲۹ مه د ایسنا خبري آژانس سره په خبرو کي د دوغارون له سرحد څخه د افغان مسافرو پر داخلیدو باندي د بنديز خبر ورکړ.

حیدر احساني د دغه خبر د اعلانولو پر وخت وویل چي دغه پریکړه «د سرحدي سلامتیا د اهمیت پر اساس« او د هیواد دننه ته د کرونا ویروس د امیکرون بڼي د پراخيدو د مخنیوي په خاطر سوې ده.»

احساني په عین وخت کي له دغي پریکړي څخه د اوو ډلو د معافیت خبر هم ورکړ چي په هغو کي «د ایران د اسلامي جمهوریت د معتبرو اقامو درلودونکي کسان، د خارجي محصلینو او زده کوونکو په ګډون د تحصیلي ویزو درلودونکي، د ویزو درلودونکي تجاران او سوداګر، د کار د حق په درلودو سره د ویزې خاوندان، د درملني او یا هم سیاحت له پاره د ویزو لرونکي کسان، د پانګوني ویزې اخیستونکي او په پاسپورتونو کې د پولیسو د خروج ټاپه لرونکي کسان.»شامل دي.

نوموړي څرګنده کړه: «ټول هغه کسان چي د دوغارون د سرحد له لاري ايران ته داخلیږي، ترنظارت او د ساري ناروغیو د کنترول تر آزمویني لاندي نیول کیږي.»

د هغه په خبره، هغه کسان چي د کرونا تست يې مثبت وي «تر ۲۱ ورځو پوري ایران ته د داخلیدو اجازه نه لري او بیرته خپل هیواد ته ستانه کیږي.»

د خراسان ولايت په ختیځ کي پروت د تابیاد ښار د ایران او افغانستان ترمنځ سرحد دوغارون ته نیژدې په ۲۰ کیلومترۍ کي پروت دی.

د ایران د حکومت له خوا د ځینو خپرو سوو ارقامو پر اساس، هرکال څه د پاسه یو میلیون مسافر د دوغارون سرحد لاري د دواړو هیوادونو ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

GP/NZ/DW.Farsi