1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي چارواکي وايي د بوش د ترور پلان يې شنډ کړی دی

۱۴۰۱ خرداد ۴, چهارشنبه

د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخي، په امریکا متحده ایالاتو کي پلټونکو د دغه هیواد د پخواني ولسمشر جورج بوش د ترور په هکله د داعش د یوه مشر طرحه خنثی کړې ده.

https://p.dw.com/p/4BpsB
USA | George W. Bush
انځور: Ringo Chiu/ZUMA Wire/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت اعلان کړی دی چي د عراق یوه ۵۲ کلن نارینه چي په اوهایو ایالت کې اوسېد، د سې شنبې په سهار نیول سوی دی.

د امریکايي رسنیو په حواله دغه سړی د داعش د ترهگرو ملیشو ملاتړ کوونکی دی. ویل کیږي چي هغه نیت کړی وو چي د جورج بوش د ترور له پاره امریکا متحده ایالاتو ته لا زیات عراقيان قاچاق کړي.

د نوموړي وزارت په حواله، دغه تورن کس په ژمي کي د بوش له استوگنځای څخه د جاسوسۍ له پاره دالاس ښار ته سفر کړی وو.

«سی ان ان» تلویزیوني شبکې د محکمې د اسنادو په حواله رپوټ ورکړی دی چي ویل کیږي، دغه ۵۲ کلن خپله طرحه په دې دلیل چي «هغه د ډیرو عراقیانو د وژلو او ټول عراق د ویجاړولو مسوول دی»توجیه کړې ده.

د بوش د ولسمشرکيدو څو میاشتي وروسته او د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر۱۱ ترهگري بریدونو وروسته، امريکا متحده ایالاتو « د ترهگرۍ پر وړاندي جگړه» پیل کړه.

په عراق کي د ۲۰۰۳م کال جگړه پر افغانستان باندي تر بریدونو وروسته رامنځته سوه. بوش تر ۲۰۰۹ م کال پوري د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وو.