1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د عسکرو وتلو نامعلوم حالت، سوله ډيره لیري کړې

۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعه

په افغانستان کي داسي لږ ورځي تیریږي، چي یو برید تر سره نسي. ناټو د یوې دوې لاري سره مخامخ ده. که هغوی د اپریل تر پایه پوري خپل عسکر ونه باسي، نو یې ماموریت له خطر سره مخامخ کیږي او که یې باسي؟

https://p.dw.com/p/3rD9c
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

ولسمشر اشرف غني اطمینان ورکړ چي «افغانستان به مستقل پاتیږي.» خو ددغه هیواد سرنوشت بیا هم نامعلوم دی. له طالبانو سره د سولي خبري له خنډونو سره مخامخ دي. که څه هم په دې منځ کي روسیې او د امریکا متحده ایالاتو هم د منځگړیتوب کوښښونه کړي، خو نتیجه یې نه ده ورکړې. تشدد بیا هم ادامه لري.

د افغانستان د حکومت امنیتي مشاور، حمدالله محب وايي چي طالبان «یوازي ټوله قدرت غواړي.» او د هغوی هدف سوله راتلل نه دی.

په همدې حال کي بیا طالبانو تهدید کړی دی، چي که خارجي قواوي د راتلونکي می میاشتي تر اول تاریخ پوري له افغانستان څخه و نه وزي، دوی به یې پر ضد خپلو جنگونو ته ادامه ورکړي. طالبان ادعا لري چي له امریکا سره يې لاسليک کړی تړون مراعت کړی او خپل نظامی عملیات یې په ښکاره ډول سره راکم کړي دی. خو د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند بیا دې موضوع ته بل ډول سره گوري او وايي، چي «په افغانستان کي تشدد زیات سوی او هیڅ نه دی راکم سوی.»

US-Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په دې خاطر نو دا د امکان څخه لیري معلومیږي چي ناټو دي په افغانستان کي خپل ماموریت لکه څنگه چي یې طالبان غواړي، پای ته ورسوي.

دې خبري د جرمني په پارلمان کي په دغه هیواد کي د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر پایه پوري د الماني عسکرو د ماموریت د تمدید پر تصمیم نیولو باندي هم تاثیر درلودی. حکومت ویلي دي چي د دغه ماموریت تمدید کیدلای سي د پاته ۱۳۰۰ الماني عسکرو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.