1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکیه په افغانستان کي خپلي علاقه مندۍ لري»

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

امریکا د افغانستان څخه ووتله او اوس بیا تر ټولو دمخه ترکیه په دغه هیواد کي د خپل رول د اخیستلو په حال کي ده. البته د خپلي علاقه مندۍ په دلیل. خو ډیر ترکان بیا له طالبانو سره د اردوغان دا ډول ارتباط ته د شک په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/3zldE
Weltspiegel 15.06.2021  NATO Gipfel in Brüssel
انځور: OLIVIER MATTHYS/AFP via Getty Images

د ملګرو ملتونو ارقام په افغانستان کي د ښه حالت بیان نه کوي. د دغه سازمان د کارپوهانو په حواله تر ۱۸ ميلیونه اضافه افغانان کومکونو ته محتاجه دي. دا د دغه هیواد تر نیمايي هم ډیر نفوس تشکیلوي. د دغو مشکلاتو د رفع کولو په لار کي د کابل نړيوال هوايي ډګر مهم رول بازي کوي، کوم چي د خارجي قواوو تر وتلو وروسته نور فعاله نه دی.

خو د دغه میدان د بیرته فعاله کولو په جریان کي ترکیه د بین المللي ډیپلوماسۍ د توجه په مرکز کي راځي.

ترکیه په افغانستان کي د ناټو د نظامي ماموریت د شروع څخه په دغه هیواد کي حضور درلود او تقریباً ۲۰۰۰ عسکر یې درلودل. د هغوی اصلي وظیفه د هوايي میدان د امنیت تامینیدل وه.

د همدې کال د جون میاشتي په نیمايي کي د ناټو د سرمشریزي پر مهال لا د ترکیې جمهوررئیس، رجب طیب اردوغان د امریکا د جمهوررئیس، جوبایدن سره د کابل د هوايي میدان د امنیت ساتلو او نظامي همکارۍ په باب خبري وکړې. ځکه نو دا د تعجب خبره نه ده چي طالبان په دې ورځو کي د قطر او ترکیې د نمایندګانو سره د کابل د هوايي میدان د بیرته فعاله کولو په باب خبري کوي.

Türkei Flüchtlinge an der Grenze zu Griechenland
انځور: picture-alliance/NurPhoto/D. Cupolo

خو په استانبول کي د المانۍ مؤسسې، هاینریش بول د انستیتوت آمر، کریستیان براکل په حواله د ترکیې هدف یوازي د کابل د هوايي میدان د امنیت ساتل او بیرته فعاله کول نه ؤ، بلکي «مخکي تر دې چي طالبان کابل ونیسي، انقره لا معتقده وه چي په افغانستان کي به یو مهم رول بازي کوي.»

ناټو د ترکیې رول مهم بولي

داچي ترکیه په راتلونکي کي په سیمه کي مهم رول بازي کولای سي، په بین المللي سطحه نه یوازي د امریکا متحده ایالاتو له خوا ورته اهمیت ورکول کیږي، بلکي د جرمني خارجه وزیر، هایکوماس هم په همدې دلیل تیره اونۍ د ترکیې د خارجه وزیر، مولوت چاویز اوغلو سره په انقره کي ولیدل.

د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبیرګ د افغانستان په قضیه کي حتی ترکیې ته د «اصلي رول ورکولو» خبره وکړه.

په افغانستان کي د ترکیې رول په دې دلیل هم ډیر اهمیت لري چي د ډیرو غربي ناظرینو په عقیده دواړه هیوادونه اسلامي هیوادونه دي او کولای سي د طالبانو سره ژر معامله وکړي.

خو ډېر ترکان بیا په هیڅ صورت نه غواړي چي ترکیه دي له طالبانو سره معامله او همکاري وکړي. تر ټولو دمخه بیا هغوی په اجتماعي رسنیو کي خپل دغه مخالفت بیانوي.

هغوی د طالبانو د ورورۍ خبره تر یوه هشتک لاندي داسي لیکلې ده.«طالبانو زموږ وروڼه نه دي.» او جمهوررئیس اردوغان ته یې په تویتر کي داسی لیکلي دي:«ته طالب یې».

خو پر دغو داخلي سیاسي اختلافاتو او اعتراضونو سربیره داسي ښکاري چي د ترکیې حکومت غواړي له طالبانو سره ټینګ روابط وساتي. یو په دې دلیل چي انقره د افغانستان څخه د ډیرو مهاجرو د هجوم څخه بیره لري او نه غواړي اروپا ته د تګ په نیت نور مهاجر هم ورسي. البته په هغه صورت کي که په افغانستان کي وضعیت لا پسي خراب او ثبات له منځه ولاړ سي.

له افغانستان څخه د مهاجرو د هجوم د بیري څخه ترکیې په تیرو ورځو کي له ایران سره د سرحدي دیوال د جوړیدو کار هم شروع کړ.

خو د کریستیان براکل په نظر په افغانستان کي د ترکیې د رول اخیستلو دلیل بل دی او هغه داچي کوم «اعتبار چي ترکيې په دې وروستیو وختونو کي په واشنګټن او بروکسل کي بایللی دی،غواړي په دې وسیلې سره یې بیرته تر لاسه او اعاده کړي.»