1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميلي: د افغانستان د راتلونکي په اړه وړاندوینه آسانه نه ده

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

له افغانستان څخه د متحده ايالاتو او د ناتو د سرتیرو وتلو زياتي اندېښنې راپارولي دي. د متحده ايالاتو د ګډو قواوو لوی درستيز د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعيت ناڅرګنده او د انديښنې وړ اټکل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3su2f
USA US-General Mark Milley
انځور: Erin Scott/REUTERS

مارک میلې د امريکي د ګډ پوځ عمومي ريس

د شنبې ورځ د می مياشتې له لومړۍ نيټې راهيسې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل پيل شوي. په پام کې ده چې د ناتو نورو غړيو هېوادونو سرتیرې له امريکا سره سم د افغانستان له خاوري ووځي.

د امريکي د ګډ پوځ عمومي رئيس له افغانستان څخه د دغه پوځ له وتلو وروسته په دې هېواد کې د راتلونکې په هکله انديښنه څرګنده کړې ده. د (سې ان ان) تلويزوني شبکې د جنرال مارک ميلر د څرګندونو په اړه رپوټ خپور کړی چې هغه د افغانستان د راتلونکي په هکله خبرې کړې دي. مارک ميلر په خپلو خبرو کي د افغانستان له پاره دوه ممکنه راتلونکي انځور کړي دي.

د هغه په اند د افغانستان له پاره يو ممکنه راتلونکی يو ناورين دی او دويم امکان دا دی چې د افغانستان پوځ وکولای شې د سولې د خبرو په رڼا کې د هېواد کنترول په خپل لاس کې واخلې.

دغه جنرال ويلي دي چي اوس لا په څرګند ډول نه سي ويلای چي له يادو دوو امکاناتو څخه به کوم حالت په افغانستان کي واقع سي. خو دغه لوړ رتبه جنرال د افغانستان د پوځ سره د امريکا د نظامي ملاتړ پر اهميت ټينګار کړی دی.

جنرال مارک ميلي زياته کړې ده چي که د طالبانو او کابل دولت تر منځ د خبرو اترو له لاري د يوې سیاسي حل لاره وموندل شي نو دا به په افغانستان کي د يوې »ستري کورنۍ جګړې« مخه ونيسي.

د امریکا د ګډو قواوو د دغه رئيس په باور، امريکايي سرتیرو په اوس وخت کي له سولې څخه په دفاع او ساتنه کي ډير نقش نه دی لرلی. د هغه په آند په افغانستان کې د امريکايي سربازانو فعالعيت صرف تر دې پوري محدود دی چي د افغان نظامي کدرونو په روزنه او هم د هغوی په پوځي او امنيتي معلوماتو زياتولو کي مرسته وکړي. د هغه په عقیده د افغانستان پوځ په بيلا بيلو برخو کې د امريکا او ناتو نوروغړيو هېوادونو نظامي مرستو ته اړتیا لري.

امريکا په افغانستان کي اوس مهال ۲۵۰۰ سربازان لري. په ټوليزه توګه د ناتو غړيو هېوادونو سربازانو شمير له ۹۰۰۰ زيات دی. په داسي حال کې چې د افغانستان پوځ ۳۰۰ زره سربازان او نظامي پرسونل لري.

په افغانستان کي د امريکا نظامي حضور کميدل له ۲۰۱۱م کال څخه پيل شو. هغه مهال ۱۰۰ زره امريکاي سرتيرو د افغانستان په خاوره کي شتون درلود.

جنرال مارک ميلې له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو په اړه ويلي چې امريکا له تيرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان د ادارې ليږد د دغه هېواد پوځ او انتظامي ځواکونو ته پيل کړی وو او هغه څه چې موږ يې اوس شاهدان يوو د نظامي ځواکونو د وتلو وروستی پړاو دی.

آ./ح.ح./ا.ا.