1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ د خپلو افغان همکارانو له مسئوليته اوږې سپکوي؟

مسعود جهش
۱۴۰۰ خرداد ۲۰, پنجشنبه

په افغانستان کې د آلمان پوځ پخوانيو افغان همکارانو ته په آلمان کې د پناه غوښتنه سخته تماميږي. هغوی چې د طالبانو له خوا په مخ پر زياتېدونکي توګه تهديديږي، خپل راتلونکي ته سخت انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/3uhBO
Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د ناټو ډېرو غړيو هيوادونو خپلې هلې ځلې کړندۍ کړي څو د سپتمبر مياشتې تر مخه په افغانستان کې خپلو سيمه ایزو کارکوونکو ته پناه ورکړي.

بريتانيا د خپلو پخوانيو او اوسنيو افغان همکارانو د ځای پر ځای کولو د يوه پلان پر اساس خپل تر ۱۳۰۰ ډېر همکاران او د هغوی کورنۍ را انتقال کړي دي. د بريتانيا د دفاع وزير بېن وېلس په حواله به دغه هيواد د دې پلان له مخې نور ۳۰۰۰ کسان هم ځای پر ځا کړي.

خو هغه افغانان چې د آلمان له پوځ سره یې کار کړی دی، په آلمان کې د ځای پر ځای کيدو غوښتنه یې له مشکلاتو سره مخ ده.

دغو کارکوونکو چې له بهرنيو ځواکونو سره یې د ترجمانانو، آشپزانو او پاک کارۍ او امنيتي کارپوهانو په توګه کار کړی دی اوس وايي چې د طالبانو له خو تهديديږي.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بې قيد و شرطه وتلو د ناټو سيمه ایز کارکوونکي په يوه لوی مشکل کې اچولي دي.

سيمه ایز کارکوونکو دندې له لاسه ورکړي

دويچه ويله موندلې چې د آلمان د پوځ ۲۶ پخواني افغان کارکوونکي چې پنځه ښځې هم پکې شاملې دي، تېره اونۍ له دندې ګوښه کړل شوي، ځيني يې له دې کبله چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.

دغو کسانو په بلخ ولایت کې د باور میديا سنتر (بي ام سي) سره کار کاوه چې د آلمان پوځ جوړ کړی وو. د هغوی ډېرو يې له ۲۰۱۶م کال راهيسې د آلمان له پوځ سره قراردادونه درلودل خو دغه کاري قراردادونه بيا وروسته تغير کړل شوي ول.

د آلمان د پوځ افغان همکاران غواړي له افغانستانه ووځي

له دندې د ګوښه شويو څخه يوه تن د امنيتي دلايلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «که طالبان مې ونيسي، نو دې ته به ونه ګوري چې کاري قرارداد مې بدل شوی دی. د هغوی له پاره زه داسې يو څوک يم چې د آلمان له پوځ سره یې وظيفه ترسره کړې او دې کار ته یې ادامه ورکړې ده.»

هغه زياته کړه: «په قراردادونو کې پر تغير سربیره هم موږ د آلمان له پوځ سره نږدې تماس درلود او د خپل کار په اړه مو له هغوی سره منظمې غونډې درلودلې.» هغه وويل: «دا څه موږ د طالبانو او نورو [وسله والو] ډلو هدف ګرځوي.»

د باور ميديا سنتر يوه پخواني کارکوونکي دويچه ويله ته وويل چې دوی نوي قراراداونه ځکه منلې ول چې نه یې غوښتل خپله دنده له لاسه ورکړي. 

د ويزې د غوښتنې ردېدل

د آلمان پوځ ځينو ترجمانانو شکايت کړی دی چې آلمان ورته پناه نه ده ورکړې. ۳۱ کلن جاويد سلطاني له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «ما له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې له آلماني ځواکونو سره په مختلفو برخو کې کار کړی دی.» هغه وويل چې د ويزې عريضه یې د آلماني چارواکو له خوا اته وارې رد شوې ده.

سلطاني زياته کړې: «په ۲۰۱۸م کال کې د دندې له ګوښه کیدو راهيسې مې د آلمان پوځ ځيني پخواني سيمه ایز کارکوونکي وليدل چې د هیڅ ډول محافظت وړاندیز ورته نه وو شوی.»

سلطاني وويل چې د پخوانيو کارکوونکو يوې ډلې په بلخ کې د آلمان بيز ته څېرمه خيمه وهلې وه او د محافظت غوښتنه يې کوله. هغه زياته کړه: «زما د ويزې د عريضې د ردېدو علتونه ناڅرګند ول. هیڅوک نه پوهيږي چې څوک پناه ترلاسه کوي او څوک نه.»

سلطاني وويل: «موږ ويريږو. ټول مو له بهرنيو ځواکونو سره د نقش په اړه خبر دي. د سپتمبر تر ۱۱ نيټې وروسته موږ په آسانۍ په نخښه کيدای شو.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۷ نیټه) ويلي ول چې هغه افغانان چې له تیرو شلو کلونو راهيسې د بهرنيو ځواکونو سره همکاري کړې ده، له هېواده دې نه وځي او پر خپل کار د پښېمانه کيدو په صورت کې به محفوظ وي.

دغي ډلې په يوه اعلامیه کې ويلي ول: «هغه افغانان چې له بهرنیو وسله والو ځواکونو سره یي د ژباړونکي، ساتونکي یا نورو برخو کې کار کړی وي، باید پر خپلو تیرو کارونو پښیمانه شي او په راتلونکي کې دې په دا ډول فعالیتونو کې ونډه نه اخلي.»

طالبانو زياته کړه وه: «که چېرې هغوی د خپلې جعلي پناه غوښتنې د منلو له پاره دا خطر د پلمې په توګه کاروي، نو دا یې بيا خپل مشکل دی.»

د آلمان د پوځ غبرګون

د آلمان پوځ دويچه ويله ته په يوه بريښنا ليک کې ويلي دي چې د باور ميديا سنتر د کارکوونکو په قراردادونو کې تغير د ناټو د پريکړنده ماموريت له خوا افغانانو ته د مسؤليت د سپارولو برخه وه.

د آلمان پوځ د مرکزي قومندې يوه وياند دويچه ويله ته وويل: «د مسؤليت سپارولو پروسه بشپړه شوې او د باور ميديا سنتر پرسونل په آزادو کارکوونکو بدل کړل شوی وو.» هغه زیاته کړې: «له دې کبله ټول شخصي مسؤلیتونه او ورسره تړلي شخصي اقداماتو د آلمان د پوځ مسؤليت نه دی.»

خو د باور ميديا سنتر له خوا افغان امنيتي ځواکونو ته په ليږدول شوي يوه رسمي ليک کې ويل شوي چې د باور ميديا سنټر پرسونل «له سلاکارانو سره تر مشورو او د هغوی تر تصويب» وروسته له دندو ګوښه کړل شوي ځکه چې هغوی په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه او په دې سره یې د سازمان له «قواعدو او ارزښتونو» څخه سرغړونه کړې ده.

له ۲۰۱۴م کال راهيسې ډېرو هغو افغانانو چې د آلمان له پوځ سره یې کار کړی وو، په آلمان کې پناه اخيستې ده. په دوی کې د باور ميديا سنتر ځیني کارکوونکي هم شامل دي. د هغوی زياتره یې په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت آلمان ته راغلل چې د باور ميديا سنتر يوه پخوانۍ کارکوونکې پلوشه توخي، د رپوټونو پر اساس د آلمان له پوځ سره د اړيکې درلودو له کبله په کور کې په چړو ووژل شوه.

د آلمان د دفاع وزيرې انګريت کرامپ کارنباور په اپريل کې ويلي ول چې د آلمان پوځ چمتو دی هغو افغانانو ته به پناه ورکړي چې د جګړې په ترڅ کې د آلمان له پوځ سره مرسته کړې ده.

په آلمان کې د هغو افغان کارکوونکو د منلو له پاره يوه پروسه يا تګلاره لا دمخه موجوده ده چې پناه ته اړتيا لري خو يو شمير لانجمنې قضیې هم موجودې دي. د آلمان د دفاع وزارت په حواله له ۲۰۱۳م کال راهيسې ۷۸۱ کسانو ته د اقامې حق ورکړل شوی دی، خو دا تر اوسه لا روښانه نه ده چې په افغانستان کې د آلمان د پوځ څومره سيمه ایز کارکوونکي پاته دي.

د افغانستان د سولې بې برخلیکه وضعیت او د جګړو شدت