1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپایی ټولنه کي د منل سوو مهاجرو شمیر کم سوی دی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

د اروپایي ټولنې په ۲۷ غړو هیوادونو کي د هغو کسانو شمیر چي د پناهندگۍ او یا هم حفاظت له حق څخه برخمن دي، په تیر میلادي کال کي یو وار بیا راکم سوی دی. د کم سن لرونکو ډیری پناه غوښتونکي افغانان وو.

https://p.dw.com/p/4Aqa5
Deutschland | Flüchtlings-Erstaufnahme in Eisenhüttenstadt
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې «یوروستات» د چهارشنبه په ورځ په لوکزامبورگ کي اعلان وکړ چي په ۲۰۲۱ کال کي په دغه اتحادیه کي په مجموعي ډول ۲۶۷ زره  او ۳۶۰ تنه د پناه غوښتني له حق څخه برخمن سوي او یایې هم د حفاظت نور ډولونه ترلاسه کړي. دغه شمیر د ۲۰۲۰ کال په پرتله پنځه سلنه کموالی ښیې. د پناه غوښتونکو د حفاظت د په لاس راوړلو شمیر د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹ م کال په پرتله هم په ورته ډول راکم سوی وو.

آلمان د اروپایي ټولنې په کچه د ۳۳ سلني سهم په لرلو سره، پناه غوښتونکو ته تر ټولو ډیر مثبت ځواب ورکړی دی. تر هغه وروسته فرانسه ۱۷ سلنه، ایټالیا ۱۲ سلنه، هسپانیا ۸ سلنه، اتریش او یونان هر یو ۷ سلنه په لرلو سره په دغه فهرست کي دي.

د یوروستات د ارقامو له مخي، د ټولو پناه غوښتونکو نیمایي برخي په ۲۰۲۱ م کال کي د اقامت یو ډول ترلاسه کړی دی. د هغوی ۳۰ سلنه له فرعي حفاظت او نور ۱۹ سلنه له بشردوستۍ حفاظت څخه برخمن سوي دي.

په آلمان کي فرعي حفاظت هغه وخت ورکول کیږي چي د پناه غوښتونکي په خپل اصلي هیواد کي له شکنجې، سزا ورکولو او یا هم له اعدام سره مخامخ وي.

هغه کسان چي د ساتني شرایط یې پوره کړي دي، شاوخوا ۲۶ سلنه یې له سوریې، ۲۰ سلنه یې له افغانستان او ۵ سلنه یې له وینزویلا څخه ول.

د یوروستات د رپوټ له مخي، پر دې سربیره په ۲۰۲۱ م کال کي د اروپایي ټولني غړو هیوادونو، د کم سنه او په قانوني ډول بې سرپرسته پناه غوښتونکو شمیر ۲۳ زره او ۲۵۵ تنه ثبت کړی دی. دغه شمیر له هغه د مخکې کال په پرتله ، ۷۲ سلنه ډیر سوی دی. د دې دلیل ترټولو دمخه دا دی چي له افغانستان څخه ډیری کوچنیانو او تنکي ځوانانو د حفاظت غوښتنه کړې ده. په مجموعي ډول د ۲۳ زرو پناه غوښتونکو له جملې څخه، د کم عمره کسانو شاوخوا ۹۳ سلنه هلکان ول او د هغوی ۶۸ سلنه ۱۶ او یا هم ۱۷ کلن ول.

GP/SR/AG