1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ai : په افغانستان کي دبشري حقونو وضع ترپخوا ډيره خرابه ده

۱۳۸۸ خرداد ۷, پنجشنبه

حکومت حتی په هغه سیمو کی چی ددوی تر کنترول لاندي سیمي بلل کیږی ، دا توان مندی نلری چی ديوه قانونی دولت په شان عمل وکړی او دخلکو دمدني ژوند ابتدايی امکانات برابر کړي ...

https://p.dw.com/p/HzSn
ai نن د افغانستان دبشري حقونو د وضع په باب د رپوټ د ورکولو پر وخت
ai نن د افغانستان دبشري حقونو د وضع په باب د رپوټ د ورکولو پر وختانځور: AP

د ai په نامه دبشردحقونوپلوي سازمان 48 کلن شوی ، او ددغه سازمان په اته څلويښتم کلني رپوټ کی چي نن خپور شوی دی ، په افغانستان کی دبشر دحقونو دضع په اړه ددغه سازمان دآسیايی څانګۍ مسوله ميرمن Vereno Harper وايي چي :

«په دغه هیوا دکی دبشري حقونو وضع دپخوا په پرتله لا پسي خرابه شوې ، امنیتی وضع ډیره دانديښنې وړ ده او لا تر اوسه هم په دغه هیواد کي دداسي یوه دولت په لور کوم اساسي ګام ندی اخيستل شوی چی دقانون پراساساتو ولاړ وی .

ددغه هیواد په سويلي اوختيځو سیمو کي له يوي خوا دطالبانو او نورو تندلارواسلامي ډلو ،اوله بله پلوه دهغه مليشايايی ډلو له خوا چي ځانونه دحکومت پلویان بولي ، په ملیونو ملکي وګړي دسختو فشارونو او ناشونو اعمالو سره مخامخ دی . دغه ملکي بيګناه انسانان پرله پسې په نا امنۍ ، وزګارۍ او فقر کي شپې ورځي تيروي . په دغه سيمو کی چي په عادي شرايطو کی هم په کافي اندازه خوراکی مواد نه پيدا کیږي ، پر روغتیايی کلینیکو ، ښونځيو ، اونوروعام المنفعه تاسيساتو باندی دتند لارو ډلو دپرله پسي حملو له امله په دغه سیمو کی دملکی وګړو دپاره دژوند شرايط دتصور څخه پورته او دنه زغملو وړ بريښي . طالبانو او نورو تند لارو ډلو په دغه سیمو کی خپل دعملیاتو ساحي پراخي کړي اواوس ددوی لمن ددغه هیواد مرکزی او شمالی سیمو ته هم غزیدلې ده .

له بله پلوه دحکومت دمخالفینو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ دپرله پسې جګړو او نښتو په بهير کی په تير کال کی له 2000 څخه زيات ملکی وګړی وژل شوی ، او دافغانستان حکومت حتی په هغه سیمو کی چی ددوی تر کنترول لاندي سیمي بلل کیږی ، دا توان مندی نلری چی ديوه قانونی دولت په شان عمل وکړی او دخلکو دمدني ژوند ابتدايی امکانات برابر کړي .

د ai په سږنی رپوت کی راغلی چی 2008 میلادی کال په افغانستان کی دځواک له مسنده څخه دطالبانو دشړلړ راپديخوا یو بیساري خونړی کال بلل کیدای سی . په دغه هیواد کی دبند په وخت کی وهل او ټکول او بندیانو ته جسمي او روحي شکنجې ورکول يوه عادی ورځنۍ موضوع بلل کیږی .

انتقادی خبريالان په دغه هیواد کی سخت تر تهديد لاندی ژوند تیروی . ډیر شمير خبريالان په دغه هيواد کي بند ته لیږل کیږی او یا وژل کیږی . دښځو په مقابل کی فاميلي تهدیونه او فشارونه ،او پر دوی باندي جنسی تيری ، په زور سره ودونه بيخي یوه عادی ورځنۍ موضوع ګرځیدلې ده . نو له همدی کبله ai ددې غوښتنه کوی چی په افغانستان کی دسالمو پوليسانو دروزنی په لاره کی زياروايستل شی .

ai/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري