1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې يو البانيايي عسکر مړ شوی

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

د البانيا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۲۰مه) په افغانستان کې د خپل يوه سرتيري د مړينې خبر ورکړ. دا په افغانستان کې د لويديځ بالکان دغه هيواد دوهم سرتيري دی چې د سولې ساتنې نړیوال ماموريت په جریان کې مړ کيږي.

https://p.dw.com/p/3oBGI
Afghanistan Luftwaffe
آرشیفانځور: picture-alliance/dpa/C.-F. Röhrs

له تيرانا څخه د اسوشتید پريس خبري آژانس ليکي چې د البانيا د دفاع وزارت اعلاميې، په افغانستان کې د خپل مړه شوي سرتيري نوم يوازې په (Xh. J.) سره معرفي کړی چې د سه شنبې ورځې په ماښام مړ شوی دی.

په اعلاميه کې د هغه د مړينې ځای او په اړه يې نور توضيحات نه دي ورکړل شوي. دا هم نه ده روښانه چې دغه سرتيری په خپل مرګ مړ شوی که وژل شوی دی.

د البانيا دفاع وزارت ويلي دي چې دغه پوځي په افغانستان کې د قاطع حمایت ماموريت په چوکاټ کې دنده ترسره کوله. په افغانستان کې دغه نړیوال پوځي ماموريت کې د ۳۸ هیوادونو ۱۶ زره سرتيري برخه لري.

البانيا چې له ۲۰۰۹م کال راپديخوا د ناټو سازمان غړيتوب لري، له ۲۰۱۰م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري. دغه هيواد اوس مهال په افغانستان کې ۹۹ سرتيري لري چې د کابل او هرات ولایتونو په دوو پوځي اډو کې ميشت دي.

د البانيا دفاع وزارت د مړه شوي سرتيري کورنۍ سره خپله خواخوږي ښودلې او دې سره ېې «له خپلو سرتيرو، د هغوی کورنيو او په بريالي توګه د دوی د ماموريت د پای ته رسولو څخه ډاډ ورکړی دی.»

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.